ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ځمکې لاندې اوبو د مصرف کنټرول په موخه محدودیتونه لګېدلي»

«د ځمکې لاندې اوبو د مصرف کنټرول په موخه محدودیتونه لګېدلي»

author avatar
9 Jun 2024 - 16:43
«د ځمکې لاندې اوبو د مصرف کنټرول په موخه محدودیتونه لګېدلي»
author avatar
9 Jun 2024 - 16:43

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د اوبو او برېښنا وزارت وروستيو ډېرو ورښتونو هیله‌من کړی او وايي چې د څه باندې تېرو دوو کلونو په جریان کې د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره په مرکز او ولایتونو کې ۷۰ چک‌ډیمونه جوړ شوي او ۳۶۰۰ جذبي څاه‌ګانې کیندل شوې دي.

د اوبو او برېښنا وزارت د تقسیم‌بندۍ له مخې، افغانستان پر پنځو اصلي او ۴۲ فرعي سیندیزو حوزو تقسیم شوی چې په ټوله کې په دغو حوزو کې د روانو اوبو کچه په کال کې شاوخوا ۵۷ میلیارد مترمکعبو ته رسېږي، خو دا اندازه په تېرو کلونو کې د اقلیمي تغییراتو له امله کمه شوې ده.

د ځمکې لاندې اوبو تر پنځو مترو پورې ټيټېدل

د اوبو او برېښنا وزارت ویاند مطیع‌الله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د دغه وزارت تخیکي ټیمونو چې په بېلابېلو ځایونو کې یې سروې‌ګانې ترسره کړې، د ځمکې لاندې اوبه له ۳ تر ۵ مترو پورې ټيېټې شوې دي.

هغه وویل، د اقلیمي بدلون او وچکالیو ترڅنګ په یوه سیمه کې په غیر پلاني ډول د نفوس ډېرېدا، په غیرقانوني ډول د ژورو څا‌ګانو کیندل، د ځمکې لاندې له اوبو په صنعت او کرنه کې استفاده هغه فکآورونه دي چې د اوبو ټیټېدو لامل شوي.

هغه زیاته کړه، افغانستان پنځه عمومي سیندیزې حوزې لري چې دا حوزې په خپل جوړښت کې فرعي حوزې هم لري چې د هغو شمېر ۳۵ حوزو ته رسېږي.

افغانستان پنځه اوبیزې حوزې لري لکه د کابل سیندیزه حوزه، امو سیندیزه حوزه، هلمند، هریرود او شمال سیندیزې حوزې.

عابد وایي چې په دې حوزو کې د ځمکې لاندې اوبه ورښتونو ته په کتو لوړې او ټيټېږي.

نوموړي وویل: «داسې سیندیزې حوزې هم شته چې د اوبو په راتلو سره هغو کې د ځمکې لاندې اوبه پورته شوې، خو په ځینو حوزو کې بیا ټيټې شوې، د بېلګې په توګه فراه کې د ځمکې لاندې اوبه تر ۱۲ مترو پورې ټيټې شوې دي.»

هغه وایي، که د بارانونو په نسبت واورې ډېرې وورېږي، د ځمکې لاندې اوبو ذخیره کېدو او ډېرېدو لپاره اغېزناکه تمامېږي.

هغه وویل: «په افغانستان کې دوه ډوله ورښت کېږي، یو د باران او بل د واورې په بڼه، که ورښت د باران په ډول وي، افغانستان چې یو غرنۍ هېواد دی، ډېره ګټه نه‌کوي؛ ځکه چې له بده‌ مرغه د اوبو بندونه نشته او یا کم دي، د بارانونو اوبه نه ذخیره کېږي، د باران اوبه سطحي او د سېلاب په ډول روانې وي چې دا په ‌خپله د تخریب لامل کېږي او د ځمکې لاندې اوبو لپاره هم ګټه نه کوي، که ورښت د واورې په بڼه وي، کولی شي په لوړو ځایونو کې په یخچالونو بدله شي او د وخت په تېرېدو ویلي شي، دا چاره د دې لامل کېږي چې سطحي او د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کړي او هېواد ته په ګټه تمامېږي.»

وروستیو ورښتونو ته هیلې

که څه هم د اوبو او برېښنا وزارت ویاند د ځمکې لاندې اوبو کچې پر ټيټېدو اندېښنه ښيي، خو وایي: «وروستي ورښتونه د سطحي او د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره مثبت تمام شوي او د خلکو اندېښنې تر یوه بریده لرې شوې، بندونه او اوبیز تاسیسات له اوبو ډک شوي چې دا چاره کولی شي د ځمکې لاندې اوبه تقویه کړي او تقویه شوې هم دي چې موږ هیله‌من یو.»

نوموړي وویل، په کومو سیمو کې چې اوبیز تاسیسات نشته، د ځمکې لاندې اوبو کچه کې بدلون نه دی راغلی که راغلی هم وي له یو یا دوو مترو ډېر نه دی.

د ځمکې لاندې اوبو خوندیتوب په موخه اخیستل شوي ګامونه

عابد د اسلامي امارت د کړنو په اړه وویل: «د اوبو او برېښنا وزارت د اوبو د مدیریت او ځمکې لاندې اوبو تقویې برخو کې ډېر کارونه ترسره کړي او ځينې پروژې هم تر کار لاندې دي، په شپږو لویو بندونو کار روان دی او یو شمېر چک‌ډیمونه یې په ولسوالیو کې فعال کړي چې د سېلابونو مهارولو، د سطحي اوبو، کرنې او د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره ګټور دي.»

هغه دغه‌راز وویل، په ولایتونو او ښارونو کې جذبي څا‌ګانې هم کیندل شوې چې د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره ګټورې تمامېږي.

هغه وویل، د ځمکې لاندې اوبو پر مصرفوونکو محدودیتونه لګول شوي چې له دغو اوبو باید د قانون مطابق کار واخیستل شي، دا چاره د ځمکې لاندې اوبو د کنټرول لامل شوې، دغه‌راز یې په ولایتونو او ښارونو کې حمامونه او موټرشویانې د ر‌ي‌سایکل فلټرونو پر لګولو مجبور کړي چې دا هم د ځمکې لاندې اوبو د کنټرول لپاره مهم رول لري.

عابد زیاته کړه، د اوبو او برېښنا وزارت په ۱۴۰۲ کال کې ۱۴۰ چک‌ډیمونه پلان کړل چې له دې ډلې ۵۰ چک‌ډیمونه د دغه وزارت او ۲۰ چک‌ډیمونه د بهرنیو تمویلوونکو له خوا جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

هغه وویل، دغه وزارت د لویو بندونو ترڅنګ د کوچنیو بندونو جوړول هم په پام کې لري، دغه‌راز هغه کسان چې ژورې څا‌ګانې باسي، باید ترڅنګ یې جذبي څاه‌ګانې هم وکني.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تر اوسه په کابل او ځينو ولایتونو کې د ځمکې لاندې اوبو تقویې په موخه ۳۶۰۰ جذبي څا‌ګانې کیندل شوې دي.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د برېښنا او اوبو په استفاده کې دې اصراف نه کوي او په خپلو کورونو کې دې جذبي څا‌ګانې وکني.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.