ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست او کابل کې د اوبو رسولو دوو شبکو او هرات کې د یوه چک‌ډیم چارې بشپړې شوې

خوست او کابل کې د اوبو رسولو دوو شبکو او هرات کې د یوه چک‌ډیم چارې بشپړې شوې

author avatar
12 Jun 2024 - 13:25
خوست او کابل کې د اوبو رسولو دوو شبکو او هرات کې د یوه چک‌ډیم چارې بشپړې شوې
author avatar
12 Jun 2024 - 13:25

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په هرات، خوست او کابل ولایتونو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو او یوه چک‌ډیم جوړولو چارې بشپړې شوې.

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات د زاول ولسوالۍ په ابګرمک کلي کې د څه باندې ۵،۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یوه کوچني بند جوړولو چارې بشپړې شوې.

د خبرپاڼې په حواله، د اوبو دغه کوچنی بند ۷۷ متره اوږدوالی، ۶،۸ متره لوړوالی او د ۱۸۰۰۰ مترمکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري او د جوړولو کار پر مهال یې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د یو بل خبر له مخې، د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت له خوا په بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د خوست ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري او د یونیسف دفتر په مالي مرسته د دغه ولایت د علیشېرو تریزیو ولسوالۍ په مندکې میلې کلي کې د ۴،۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې.

خبرپاڼه کې راغلي، یاده شبکه کې د ۴۲۱۳ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۷۳ شیردهنونو نښلول، د ۷۸ مترو په ژوروالي د یوې څاه کيندل، د ۳۰ مترمکعب په وړتیا د پاکو اوبو ذخیرې جوړول او ۱۵ سولري تختو لګول شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، د دې شبکې د کار په لړ کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو يې د نوموړي کلي ۱۸۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

دغه راز، د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د ناروې یوه مرستندوی دفتر په مالي مرسته د کابل کلکان ولسوالۍ په جویبار کلي کې د څه باندې څلور میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې چارې بشپړې شوې.

خبرپاڼه کاږي، په یاده شبکه کې د ۴۰ مترمکعب په وړتیا د پاکو اوبو د دوو ذخیرو جوړول، د ۶۲۴۳ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د ۱۷۰ شیردهنونو او ۳۲ سولري تختو لګول شامل دي.

د خبرپاڼې په حواله، د دې شبکې د کار په لړ کې لسګونو کسانوته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د نوموړي کلي ۳۰۵ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

Views: 21

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.