غزني کې د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې پيل شوې
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شاوخوا شل میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې پیل شوې. د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي…
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شاوخوا شل میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې پیل شوې. د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي…
غور کې ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت د څښاک د پاکو اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارو د پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې په…
غور کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د پاکو اوبو رسولو پنځو شبکو د چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته…
غور کې سیمهییزو مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څه باندې ۴۰ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شپږو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
غور کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په تیوره او پسابند ولسوالیو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې لسګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په بېلابېلو سیمو کې د ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د اوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې دي.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې د نهه میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.
غور کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په پسابند، دولتیار او الفاروق ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د درېیو شبکو جوړولو چارو له پيلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۴۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست په دغه ولایت کې د اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو د چارو له پیله خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۶۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، په ننګرهار کې د ۱۰،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او په کندهار کې بیا د ۵،۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې پیل شوې.
ځایي مسوولین وایي چې د بامیان په سیغان ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو د پنځو شبکو جوړولو چارې پيل او دغه راز په کندوز کې بیا د ۱۹۸ زره ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پکتیکا کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو اووه شبکو او پروان کې د څه باندې ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یوه سربند د جوړېدو خبر ورکړ.
د کونړ ولایت مرورې ولسوالۍ کې د ۸.۵ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وایي چې په هرات، خوست او کابل ولایتونو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو او یوه چکډیم جوړولو چارې بشپړې شوې.
د لغمان سیمهییزمسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او پنځهګونو ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسولو دوه سولري شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د اوبو رسولو لسو نورو شبکو چارې پیل شوې.
د لوګر د کلیو پراختیا ریاست وایي، د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ د شاوخوا اتو میلیونو افغانیو به لګښت د څښاک پاکو رسولو د شپږو شبکو د بيارغونې چارې پيل شوې.
د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې نن د بشري مرستو همغږۍ موسسې (OCHR) له خوا د څه باندې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د څښاک پاکو اوبو پنځو شبکو د جوړېدو کار پيل شو.
د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند په دوو کلیو کې د اوبو دوه شبکې جوړې شوې او ۱۳۰ کورنۍ د څښاک له اوبو برخمنې شوې.