کابل (پژواک، ۱۰ غویی ۱۴۰۴): د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، په ننګرهار کې د ۱۰،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې او په کندهار کې بیا د ۵،۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې چارې پیل شوې.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار د کليو پراختيا او بیارغونې رياست له لوري د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د چمتلې او سرهرود ولسوالۍ په فتحاباد کلیو کې د ۱۰،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې بشپړې شوې.
سرچینې لیکلي، په دغو شبکو کې د شل، دوولس او پنځه مترمکعب اوبو په ظرفیت د درېیو ذخیرو جوړول، د اووه کیلومترو په اوږدالي پايپ غځول، د ۹۰ شېردهنونو او ۵۳ سولري تختو لګول شامل دي.
د سرچینې په حواله، د یادو شبکو د کار په لړ کې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او له بشپړېدو سره يې د چمتلې او فتحاباد کلیو ۱۱۰۰ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
د یوه بل خبر له مخې، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د دغه ولایت د لوړ میوند ولسوالۍ په خوکیاڼي کلي کې د ۵،۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکی جوړولو چارې پیل شوې.
د سرچینې په حواله، په یاده شبکه کې د ۲۰۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کيندل، د ۲۰ مترمکعب په ظرفیت د پاکو اوبو یوې ارتفاعي ذخیرې جوړول، د ۲۵۷۹ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۴۰ سولر تختو او ۷۲ شیردهنونو نښلول شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې شبکې د کار په لړ کې به یو شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړېدو سره به یې د خوکیاڼي کلي ۷۲ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP