کابل (پژواک، ۱۷ تله ۱۴۰۵): د امریکا متحده ایالتونو پر يو شمېر هغو ايراني شبکو، اشخاصو او بېړيو چې خامو تېل، نفتي محصولات او پټروشیمي توکي لېږدوي، نوي بندیزونه لګولي؛ هغه اقدام چې د امریکا د خزانې وزارت په وینا، د تهران پر وړاندې د اقتصادي فشارونو زیاتولو په موخه شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۱۶مه) اعلان کړی چې دغه بندیزونه د «اقتصادي فشارونو زياتولو عملیات» په نوم د یوه پروګرام برخه ده چې موخه یې له امریکا سره د جګړې، د توغندیو جوړولو، سایبري بریدونو او د ایران د سپاه پاسداران د ملاتړ لپاره د ایران د مالي سرچینو مخنیوی دی.
د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت یوه چارواکي خبریالانو ته ویلي چې دغه اقدام د ایران د تېلو د ناقانونه لېږد پر پاتې زیربناوو تر ټولو سخت ګوزار دی او د دغه هېواد د «سیوري بېړیو» لویه برخه یې په نښه کړې ده.
دغه چارواکي زیاته کړې چې د امریکا د خزانې وزارت هڅه کوي د ایران د حکومت د ناقانونه عوایدو وروستۍ ستره سرچینه بنده او پر تهران نړۍوال فشارونه زیات کړي.
رویټرز لیکلي، دغه بندیزونه وروسته له هغه لګېږي چې امریکا د جولای په ۱۴مه د واشنګټن او تهران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د تفاهملیک له ناکامېدو وروسته د ایران پر بندرونو خپله محاصره بېرته پیل کړه.
د امریکا د خزانې وزارت د یوه چارواکي په وینا، ایران اوس یوازې شاوخوا ۲۰ میلیون بېرله خام تېل په هغو بېړیو کې لري چې د محاصرې له ساحې بهر، د سنګاپور، مالیزیا او چین په شاوخوا کې دي.
د دغه وزارت یوه بل چارواکي ویلي چې ایران د محاصرې او بندیزونو له امله له بېړیو څخه د خامو تېلو بارول او کښته کول درولي دي.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپله ټولنیزه شبکه کې ویلي چې واشنګټن د هغې جګړې په اړه له ایران سره «رغنده خبرې» کوي چې د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې ده.
ټرمپ همداراز ویلي چې امریکا به د کانګرېس د منځمهاله ټاکنو، چې د نومبر په درېیمه ترسره کېږي، تر مخه پر ایران برید ونه کړي.
خو ځینې کارپوهان باور لري چې د نوو بندیزونو اغېز ښايي محدود وي.
د «Obsidian Risk Advisors» مشورتي شرکت یوه لوړپوړي چارواکي برېټ اریکسن ویلي چې ایران د نوو بندیزونو تر لګېدو مخکې په خپلو بېړیو کې نږدې ټول موجود تېل سپارلي وو؛ له همدې امله ښايي دغه اقدام د ایران پر صادراتو چندان اغېز ونه کړي.
د هغه په وینا، دغه اقدام د عملي پایلو ترلاسه کولو په پرتله تر ډېره د سیاسي او رسنیز فشار د رامنځته کولو په موخه شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، په هغو بېړیو کې چې بنديز پرې لګېدلی، «پاریتوش» د کومور د ټاپوګانو، «بیتو» د پاناما او «ګاز لاکي» د باهاما تر بیرغ لاندې بېړۍ شاملې دي.
دغه بندیزونه په داسې حال کې اعلانېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه لا هم روانه ده او واشنګټن هڅه کوي د اقتصادي فشارونو په زیاتولو سره د تهران عایداتي سرچینې محدودې کړي.