ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د غالۍ‌اوبدونکو ښځو د انسجام او ملاتړ په هڅه کې یو

د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د غالۍ‌اوبدونکو ښځو د انسجام او ملاتړ په هڅه کې یو

author avatar
17 Jun 2024 - 15:13
د نیمروز د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د غالۍ‌اوبدونکو ښځو د انسجام او ملاتړ په هڅه کې یو
author avatar
17 Jun 2024 - 15:13

زرنج (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳): نیمروز کې یو شمېر غالۍ‌اوبندونکې ښځې او د دغه صنعت کاروباریان د پلور بازار پیکه کېدو ته اندېښمن دي او له سرپرست حکومته غواړي چې د غالۍ‌اوبدلو صنعت ژوندي ساتلو او کارموندنې په موخه د غالۍ‌اوبدلو کارګاوې جوړې او ښځې کار ته جذب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د نیمروز د سوداګري او پانګه‌ونې خونه د غالۍ‌اوبدونکو او پلورونکو ستونزې تاییدوي او وايي چې په دې برخه کې یې د ستونزو هواري لپاره اقدامات کړي دي.

د زرنج ښار اوسېدونکې ۵۰ کلنه مریم چې د خپل ژوند څه باندې ۳۵ کاله یې غالۍ‌اوبدلو کې تېر کړي وايي، دغه حرفه له موره په میراث ورپاتې ده او په دې موده کې یې ډېر کسان روزلي دي.

هغې پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ترڅنګ چې غالۍ یې اوبدلې او پلورلې، روزنیزو پروګرامونو کې یې ښځو ته روزنه هم ورکوله، خو له څو کلونو راهیسې چې د غالیو د پلور بازار او د موسسو له لوري جوړېدونکي حرفوي پروګرامونو نشته، بېکاره ده.

هغې زیاته کړه: «مخکې به موږ ښځو غالۍ‌اوبدونکو ته موسسو د کار زمینه برابروله، له موږ سره سلګونو نورو نجونه دغه کار زده کاوه او له بلې خوا زموږ غالۍ په نړۍ کې مشهورې وې، په نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کېدې، په لوړه بیه خرڅېدې، خو اوس موسسې نشته، زما په شان لسګونه غالۍاوبدونکې ښځې بېکاره شوې دي.»

دغه راز، د نمیروز د چهاربرجک ولسولۍ اوسېدونکې صدیقه بله ښځه ده چې ډېر کلونه یې په غالۍاوبدلو کې تېر کړي او ډېرو شاګردان یې روزلي، د کاروبار له پيکه کېدو شکایت کوي.

هغه وايي، په خپل کور کې د غالیو اوبدلو کارګاه لري او هغه مهال یې چې خرڅلاو ډېر وي، ډېرې ښځې پر کار ګوماري.

نوموړې زیاته کړه: «زه له خپلو درېیو شاګردانو سره د میاشتې یوه دوه متره غالۍ اوبم، خو کله چې یې بازار ته وړم، په دوه نیم زره افغانیو پلورل کېږي چې هغه یوازې د تار او غالۍ مصرف کېږي، نه خپل شاګرد ته معاش ورکولای شم او نه هم خپله له خپل زیاره عاید لرم.»

دواړه مېرمنې له اسلامي امارته او غیرحکومتي موسسو غواړي چې د وطني غالیو ته بازارموندنه وکړي، د ښځو لپاره روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او د غالۍ اوبدلو کارګاوې جوړې کړي څو ښځې په دې برخه کې لا ډېره روزنه وویني.

د غالیو پلورونکي هم د خپل کاروبار له پيکه کېدو شکایت لري.

د زرنج ښار یو غالۍ پلورونکی جواد افضلي هم د وطني غالیو د خرڅلاو له کمېدو یادونه کوي او د افغانۍ پر وړاندې د امریکايي ډالر او پاکستانۍ کلدارې د ارزښت ټیټېدل او د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابېدل د وطني غالیو د بازار پیکه کېدو اصلي لاملونه بولي.

هغه زیاته کړه: «پخوا وطني غالۍ له افغانستانه پاکستان او ایران ته او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته صادرېدې؛ ځکه بهرني اسعارو ارزښت درلود، هغه مهال زر کلدارې ۶۰۰ افغانۍ کېدې؛ پاکستاني سوداګرو دوه درې لکه راوړې، له دې ځایه یې وطني غالۍ پېرلې او په خپل هېواد کې يې په لوړه بیه پلورلې.»

هغه زیاته کړه: «اوس خلک وطني غالۍ نه پېرې، څوک یې نه اوبي، ښځه بېچاره درې میاشتې په یوه یو متره غالۍ زحمت باسي، په ټول بازار یې ګرځوي، بالاخره خپل زحمت او درې میاشتنۍ انرژي په یونیم زر افغانیو پلوري، ان د تار او وسایلو پیسې یې هم نه کېږي او هټۍ کې پاتې کېږي؛ ځکه څوک یې نه پېرې.»

نوموړي هم له اسلامي امارت او اړوندو موسسو وغوښتل څو افغاني غالیو ته د بازار موندلو، د غالۍ اوبدلو کارګاوو او دې برخه کې روزنیزو پروګرامو جوړولو ته جدي پام وکړي.

په یاد ښار کې یو بل غالۍ پلورونکی رحمت‌الله هم د غالیو د پلور له کمېدو شکایت لري او وايي: «پخوا به مې په میاشت کې لږ تر لږه پنځه وطني غالۍ پلورلې خو اوس په میاشت کې یوه غالۍ هم نه شم پلورلای، هيڅوک یې نه اخلي، د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی.»

هغه زیاته کړه: «مخکې به مو ان دویم لاس غالۍ خارج ته صادرولې؛ ځکه چې بازار یې درلود، اوس مو نوې او ښکلې غالۍ څوک نه اخلي خو په خارج کې زر ډالره بیه لري، اسلامي امارت باید د بهرنیو سوداګرو پام راواړوي.»

ورته مهال، د نیمروز د پانګونې او سوداګرۍ خونې عامل مدیر نجیب‌الله خاشرودي وویل، په دې وروستیو کې یې د غالۍ اوبدلو صنعت پیکه کېدو او د وطني غالیو د بازار سړېدو مخنیوي لپاره له غیرحکومتي موسسو سره ګډه جلسه نیولې او خبرې یې ورسره کړې دي.

هغه زیاته کړه: «تر اوسه د کومې موسسې له خوا د غالۍ اوبدونکو مېرمنو ملاتړ نه دی شوی، موږ هڅه کوو چې د غالۍ اوبدونکو مېرمنو ملاتړ وکړو څو د وطني غالۍ د پلور بازار بیا وغوړېږي.»

نوموړی وايي: «انجیوګانو ته مو وړاندیز کړی چې د نیمروز په ولسوالیو کې له شته ظرفیته چې غالۍ اوبدونکې مېرمنې دي، ګټه پورته شي څو دا اصیل صنعت په نیمروز کې له منځه ولاړ نه شي.

هغه وویل، له خصوصي سکټور سره هم په اړیکه کې دی څو په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو کارګاوې جوړې او غالۍ اوبدونکې مېرمنې په کار وګومارل شي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.