ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو

22 Jun 2024 - 18:21
22 Jun 2024 - 18:21

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۳): تېره اونۍ، ا.ا د دوحې ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړه، یوناما دغه ناسته د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره حیاتي میکانیزم وباله او م.م د افغانستان په اړه دوه راپورونه خپاره کړل، خو ا.ا له حقیقته لرې وبلل.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • بلخي: ا.ا د دوحې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې، خو په ترکیب او اجنډا کې بدلون یې اغېزمنولای شي.
  • اوتونبایوا: د دوحې ناسته د افغانستان پر مسایلو د بحث لپاره حیاتي میکانیزم دی.
  • بلخي: د دوحې ناستې ترکیب او اجنډا کې بدلون د ا.ا د ګډون پرېکړه اغېزمنولای شي.
  • د م.م راپور ادعا: افغانستان کې امنیتي پېښې ٥٥ سلنه ډېرې شوې؛ قانع: دغه راپور له حقیقته لرې دی.
  • ریچارډ بېنيټ: «د طالبانو د ښځو ضد سیستم پراخ او سیستماتیک دی؛ مجاهد: دا د دوحې ناستې په درشل کې د اذهانو خرابولو هڅه ده.
  • اوتونبایوا: د دوحې ناسته کې د ا.ا د استازو ګډون د افغانستان اوسني سرپرست حکومت ته د مشروعیت ورکولو یا ورسره د اړیکو عادي کولو معنا نه لري.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې لس کسان وژل شوي او درې نور ټپیان وو.

ځايي چارواکي وايي، فراه او اروزګان کې د خپلمنځي شخړو له امله څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، فارياب کې د راکټ یوې سرګلولې چاودنه کې څلورو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، بغلان کې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او باميان کې د یوه سړي مړی موندل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې اووه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د افغانستان په اړه د دوحې ناسته

ټاکل شوې د افغانستان لپاره د دوحې درېیمه غونډه د روانې چنګاښ میاشتې په لسمه او یوولسمه جوړه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخې ویلی، اسلامي امارت په اصولو کې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د ګډون پرېکړه کړې، خو په ترکیب او اجنډا کې بدلون به يې پر دې پرېکړه اغېز وکړي.

هغه زیاته کړې: «که د ناستې ترکيب او اجنډا کې هر ډول بدلون راځي، طبعاً چې زموږ پر پرېکړه به هم اغېز کوي چې هغه وخت به بيا له ټولو لورو سره شريک شي.»

له دوی وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوحې د نورو ناستو پر خلاف دا ځل د ا.ا د پلاوي ګډون لپاره شرایط برابر شوي خو تر اوسه روښانه نه ده چې اسلامي امارت به د دوحې ناسته کې په کومه کچه ګډون وکړي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا تېره ورځ د امنیت شورا له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلی، د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان پر بېړنیو مسایلو د بحث لپاره یو حیاتي میکانیزم دی، خو د اسلامي امارت د استازو ګډون دغه حکومت ته د مشروعیت ورکولو یا ورسره د اړیکو عادي کولو معنا نه لري.

دغه راز هغې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې ویلي: «د دوحې کنفرانس هدف د افغانستان د واکمنو چارواکو او نړۍوالې ټولنې ترمنځ په داسې حال کې د خبرو تقویت دی چې افغانستان له پېچلو سیاسي، اقتصادي او بشري ګواښونو سره لاس او ګرېوان دی.»

تېره اونۍ، په کابل کې د چین سفیر د یوناما له مرستیال مارکس پوتزل سره په افغانستان کې د چین او ملګرو ملتونو د همکاریو پر پیاوړتیا او د دوحې ناستې په اړه خبرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته

تېره اونۍ، د م.م عمومي منشي د امنیت شورا ته په وړاندې شوي راپور کې ادعا کړې چې افغانستان کې امنیتي پېښې تر ٥٥ سلنه ډېرې شوې دي.

په راپور کې راغلي: «د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له لومړۍ د مې تر ۱۳مې پورې ملګرو ملتونو د امنیت اړوند ۲۵۰۵ پېښې ثبت کړې چې د تېر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې په پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي.»

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ادعاوې ټولې ردوي او له حقیقته لرې دي.

هغه زیاته کړې: «الحمدالله کوم امنیت چې په افغانستان کې ټینګ شوی، بې نظیر دی، په دې وروستیو کې موږ امنیتي پېښې نه درلودې، البته ډېرې محدودې وې، کېدای شي هغه هم د اختطاف‌چیانو او یا هم له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په برخه کې عملیاتونه په دغه راپور کې شامل شوي وي.»

په یاد راپور کې د بشري وضعیت په اړه يادونه شوې چې په افغانستان کې ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري؛ ګوتېرېش پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې له افغانستان سره مرسته وکړي.

دغه راز، د امنیت شورا په یاده غونډه کې روسیې د پایداره سولې لپاره له ا.ا سره د خبرو پر اړتیا، او ایران د افغانستان د ګنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو ټینګار کړی او امریکا بیا د افغانستان د ثبات لپاره د نړۍوالې ټولنې رول اړین بللی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالتونو د دایمي استازي مرستیال رابرت وود له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ترڅنګ ودریږي.

د ریچارډ بېنیټ راپور او د ا.ا غبرګون

تېره اونۍ، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ د دغه سازمان د بشري حقونو شورا غونډې ته په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل وروستی راپور وړاندې کړ.

په دغه راپور کې په افغانستان کې د زده‌کړو او کار برخو کې د ښځو پر وړاندې محدودیت یاد شوی او ادعا شوې چې ښځې روغتیايي، عدلي او قضايي سکټور ته لاسرسی نه لري.

هغه ویلي، د پراخو څېړنو، مشورو او شننو په پایله کې معلومه شوې چې د ده په ټکو «د طالبانو د ښځو ضد سیسټم پراخ او سیستماتیک دی.»

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو ځینو غړو، په ځانګړي ډول د ریچارډ بېنیټ دغه راپور د دوحې د راتلونکې ناستې په درشل کې د اذهانو خرابولو هڅه ده.

هغه لیکلي: «متأسفانه په ملګرو ملتونو کې ځيني عُقده‌يي اشخاص همېشه هڅه کوي د افغانستان په اړه ناسم تصویر وړاندې کړي او لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي.»

د مرستو دوام

تېره اونۍ روسیې ۲۱ ټنه بشري مرسته – چې په کې خوراکي او غیرخواکي توکي شامل دي – افغانستان ته رااستولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې له ۱۰،۹ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.

Views: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version