ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روسیې ۲۱ ټنه بشري مرسته افغانستان ته ورسېده

د روسیې ۲۱ ټنه بشري مرسته افغانستان ته ورسېده

author avatar
21 Jun 2024 - 10:46
د روسیې ۲۱ ټنه بشري مرسته افغانستان ته ورسېده
author avatar
21 Jun 2024 - 10:46

کابل (پژواک، د جنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ګډو ګټو هېوادونو لپاره د روسیې فډرال اژانس ویلي چې روسیې ۲۱ ټنه بشري مرسته افغانستان ته استولې ده.

ټاس خبري اژانس پرون (پنج‌شنبه) راپور ورکړی چې د روسیې اضطرار وزارت د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمیر پوتین په سپارښتنه په یوه الوتکه کې له مسکوه ۲۱ ټنه خوراکي او غیرخواکي توکي افغانستان ته استولي دي.

دغه اژانس زیاته کړې چې یادې مرستې «خلک له یو بل سره دي نړۍواله پروژه» له لارې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي وو چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې یې له ۱۰،۹ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.