ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې سېلابونو سلګونه جریب فصلونه له منځه وړي

پکتیا کې سېلابونو سلګونه جریب فصلونه له منځه وړي

author avatar
8 Aug 2024 - 11:13
پکتیا کې سېلابونو سلګونه جریب فصلونه له منځه وړي
author avatar
8 Aug 2024 - 11:13

ګردېز (پژواک، ۱۸ زمری ۱۴۰۳): د پکتيا کرنې رياست وايي چې وروستیو سېلابونو د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې څه باندې ۱۵۰۰ جریب بېلابېل فصلونه له منځه وړي دي.

د پکتيا کرنې رياست د ترويج عمومي مدير عزيزالله کريمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو ورځو کې په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې سېلابونه راغلي دي.

هغه وايي چې دغو سېلابونو ۱۶۳۰ جریب کرنیز فصلونه او ډېری باغونه لاندې کړي او له منځه وړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، یاد فصلونه د کچالو، لوبیا، بانجان او ځینو نورو وو.

دغه راز، د روحاني بابا ولسوالۍ يوه بزګر حبيب‌الله پژواک ته وويل چې په سيمه کې يې ږلۍ او سېلابونو د کچالو، لوبيا او بانجانو ټول رسېدلي فصلونه له منځه وړي دي.

د یادې ولسوالس د لک دېوال سيمې يوه بل اوسېدونکي امان‌الله هم وويل چې پر شاوخوا اووه جريب ځمکه باندې يې بانجان، لوبيا، کچالو او ټينډۍ کرلي وو خو سېلابونو له منځه یووړل.

یادو کروندګرو له حکومتي ادارو او موسسو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پکتیا حکومتي مسوولینو د معلوماتو له مخې، وروستیو سېلابونو په دغه ولایت کې شل د استوګنې کورونه هم یو څه او یا بشپړ ډول نړولي خو چا ته په کې مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.