کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۳): د تېر حکومت یو چارواکی محمداصف ننګ وایي، افغانستان کې امنیت ښه ټینګ شوی، اقتصادي ډېپلوماسي هم بریالۍ ده، خو حمایوي قوانینو ته اړتیا لري او دغهراز هېواد کې د ثبات لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.
هغه وایي، اوسني سرپرست حکومت د رسمیت پېژندنې بنسټیز معیارونه پوره کړي، خو اړینه ده چې اساسي قانون جوړ کړي، د ټاکنو او یوې سترې شورا له لارې د «داخلی مشروعیت» لپاره ګام پورته کړي، له افغانستانه په میلیاردونو ډالرو وتلې پانګې بېرتې راګرځېدو ته زمینه برابره کړي، تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړو ته اجازه ورکړي او که خپه وګړي لري، هغوی راضي کړي، ځکه چې که دا خپه وګړي په ناراضو وګړو تبديل شول، نو ناراض وګړي په وسلهوالو مخالفينو يا معترضينو بدلېږي.
محمداصف ننګ په تېر حکومت کې د فراه او لغمان ولایتونو د والي او د پوهنې وزارت د مرستیال او سرپرست په توګه دندې تر سره کړي دي.
هغه د تېر حکومت تر راپرځېدو وروسته بهر ته ولاړ، خو د ۱۴۰۱ کال په چنګاښ میاشت کې بېرته خپل هېواد ته راستون شو.
ننګ له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، ده هم هېواد ته د بېرته راتګ اراده لرله، خو له افغان شخصيتونو سره د تماس کمېسيون له لارې هېواد ته راستون شوی، او خوښ دی چې په خپل هېواد کې له خپلو خلکو او خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.
هغه زیاتوي: «يو طرف ته مخالفين دي، چې موږ عملآً د هغوی برخه نه يو او نه د طالبانو برخه يو، زما نظر باندې، افغانستان ده، څلوېښت ميليونه انسانان دي، د دوی تر څنګ اوسېدل، او زما بچي دي، زما فاميل دی، زما کور دی، نو دا ټول باعث شوي چې زه په افغانستان کې اوسېږم… موږ د افغانستان د دولت ملاتړ کوو، د څلوېښت ميليونه انسانانو ملاتړ کوو، دلته د دولت د موجوديت چې يو ملت بايد دولت ولري، د دې ملاتړ کوو، موږ د حق ملاتړ کوو، حاکميت بايد موجود وي د دې ملاتړ کوو، اما برخه د نظام نه يو.»
ننګ په دې اړه چې هغو کسانو ته یې مشوره څه ده چې بهر ته تللي او ایا ترې غواړي بېرته خپل هېواد ته راشي، وایي چې دا د هغوی په انتخاب پورې اړه لري.
هغه وایي: «زما په نظر دا د قناعتونو جګړه ده، هر کله چې د ټوپک جګړه پر يو طرف پر غلبې منتهي کېږي، بله جګړه چې ده هغه د قناعتونو ده، که څوک احساس د مالکيت کوي، که احساس د تعلق موجود وي، چې ته احساس کوې چې زه يو ځای کې تعلق لرم او دغه تعلق ته احترام شته، او تر شا یې هغه مباني دي چې دا ستا په وجود کې د تعلق احساس غښتلی کوي، دا چې موجود وي، هغه سړی به خپل وطن کې وي، په هغه ساحه کې به وي چېرې چې احساس د تعلق او مالکيت کوي.»
دی زیاتوي: «زما په نظر افغانستان ځينو ته اوس داسې ساحه ده چې ورته مرغوبه نه ده، ورته مصؤونه نه ده، ورته مطمینه نه ده او ځيني داسې خلک شته چې هغه هميشه تاج او تخت غواړي، هغوی مبارزې کوي، په دې باندې قناعت نه لري، دلته د طالب تر چتر لاندې ژوند نه کوي.»
هغه په دې اړه چې د ده په وینا ولې افغانستان ځینو ته مصؤون نه دی وایي، د دې تر څنګ چې ځینې به له «طالبانو» د خطر احساس کوي او ځینې ځکه مصؤونیت نه لري چې چا جګړې کړې، څوک له ولس سره لاس او ګريوان دي، چا غصب کړی او چا قتل کړی.
ننګ وايي چې تېر حکومت کې د دندو پر مهال یې د ویرانۍ کار او داسې څه نه دي کړي چې ده ته دې مخالف شی ښکاره شي؛ ځکه چې هره ورځ به یې عمراني او د خیر کارونه کول، لکه د ښوونځیو جوړول او داسې نور.
ننګ د دې پوښتنې په ځواب کې چې اوس د ا.ا له چارواکو سره ګوري که نه، وایي: «نه ما هم هڅه نه ده کړې، ایجاب هم نه کوي زما لپاره، موږ خو عام افراد يو اوس، که امارت موږ ته نیاز درلودلی نو دوی به غږ کړی و، رابطه به دوی ساتي، زما رابطه به څه شی يي، زه خو نه د دوی سره مې کار بند دی او نه داسې موضوع شته چې دوی ورته ارزښت ورکړي چې ووايي چې راځئ د يو مسلکي کدر د ظرفيت نه موږ استفاده وکړو، دا خو واحد ملک دی چې داسې مستغني وګړي په کې وجود لري چې هغوی وايي، موږ له هر شي پوره يو.»
دی د هېواد د اوسني وضعیت په اړه وایي: «زما په نظر د امنيت عناصر ډېر زبردست چلېدلې دي او د امنيت عناصر دا غلبې ته وايي، حاکميت ته وايي، يعنې غلبه موجوده ده، اما د ثبات عناصر ډېر متزلزله دي، د ثبات عناصر قوي اقتصاد دی، د ثبات عناصر دا دي چې د څلوېښت ميليونه انسانانو خيټې مړې وي، زما ځوان هره ورځ اميدواره ژوند وکړي، داسې ژوند چې سهار پاڅېږي او احساس د خوشالۍ وکړي، که پېغلي دي که ځوانان دي، که نارينه دي، که زنانه دي، هغوی برابر احساس د مالکيت، احساس د ازادۍ، احساس د تامين د حقوقو وکړي چې خدای ورکړي، اما يو حق د تعليم او يو حق د کار دی د مېرمنو، دا ساقط شوي دي، نه اسلامي دليل ورته پيدا کوی شې نه الهي دلیل ورته پيدا کوی شې چې يوه ښځه دې کار ونه کړي او يو ماښام خپلو ماشومانو ته پرې ډوډۍ وانه خلي.»
هغه نجونو ته د زدهکړو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کوي او د ثبات د عناصرو په تړاو زیاتوي چې د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او داسې ډیپلوماټیکي، بانکي او اقتصادي اړیکې چې په کار دي، هغه هم نشته.
دی وایي، د ثبات د عناصرو نه پیاوړتتیا ستونزې پیدا کوي.
هغه د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره پر هڅو ټینګار کوي او وایي: « درې کټهګورۍ خلک ته لرې، يوه فقیره طبقه ده، دويمه منځنۍ او دريېم مالدار خلک دي؛ په پورته برخه کې ستا د افغانستان ۳.۵ فيصده وګړي موجود دي، په منځنۍ برخه کې ستا ۱۵ يا ۲۰ فيصده وګړي وجود لري، په دا پاتې لاندې طبقه کې ستا ۶۵ تر ۷۰ فيصده وګړي په فقر کې ژوند کوي، دا خو تيار پوټنشيل د فقر دی، اما د درېيو کلونو احصايو ته که وګورو، د منځنۍ کچې خلک ټيټې طبقې ته راښکته شوي، د پورته درجې خلک له وطنه وتلي او ډېر کم يې موجود دي، د دوی اقتصادي وده د سرمايې دوراني ګټه يې ډېر کم ده، فابريکې وجود لري، ښايي ۶۰۰۰ شاوخوا فابريکې شتون ولري، اما د دوی توليد، د صنعت سکټور دا په خرده بورژوا باندې تبدیل شوه، دغه مانا يې دا ده چې په دوکاندارۍ باندې اقتصاد تبدیل شوی، دې ته بخور و نمیر اقتصاد وايي، که دا قوي نه شي، دا تعيین کننده ده تر ټولو ډېر، که ته خپه وګړي ولرې دا بې غمه مه ورته کېنه، دوی بېرته بايد راضي کړې، دوی ولې خپه دي، که دا خپه وګړي په ناراضو وګړو تبديل شول، نو ناراض وګړي په وسلهوالو مخالفينو يا په معترضينو باندې تبديلېږي، هغه زموږ دوره خلاصه شوې ده، که زموږ د دورې منفي مسايل بيانوې، زه یې په لسو مرکو کې هم نه شم خلاصولی … تا ته (ا.ا ته) خو زمينه مساعده ده، ما سره خو جګړه وه، زما د کار ۷۰ فيصده جګړې خوړل، اوس خو فضا ارامه ده، هغه مسايل چې دی (ا.ا) پرې کار کولای شي، هغه بايد پرې کار وکړي.»
دی په دې اړه چې اسلامي امارت همدا اوس پر رغنیزو پروژو کار کوي او هېواد کې فابريکې پرانيستل کېږي، وایي:« زما په نظر تاسې وګورئ، د زيربنا په سکټور کې تر ۱.۵ ميليون تشبثات خنثا شوي، دلیل يې مشروع ده يا نامشروع ده، وايي چې د نقشې مطابق نه دي، وايي چې د معيارونو مطابق نه وو او … .»
د ده په اند له دې سره خلک بېکاره شوي او د پېر او پلور کاروبار هم خراب شوی دی.
هغه وایي، ویل کیږي چې تر درې میلیونه ډېر هغه کسان له هېواده وتلي چې ډېر یې مهارتونه او د لسانس او ماسټرۍ په کچه تخصصي زده کړې لري.
ده زیاته کړه: «او څوک چې د ډېرو پيسو خلک دي، قرارداديان دي، د لویو کاروبارونو خاوندان دي، ته ماته کوم داسې څوک به پيدا کړې چې د ده اکونټ د افغانستان په بانکونو کې وي.»
هغه وایي، په تېرو لسو کلونو کې له افغانستانه د پیسو فرار په داسې حال کې ډېر شوی چې فقر په پیسو ورکېږي.
د ده په وینا، دا پیسې د افغانستان سوداګرو، قراردادیانو، بډایه خلکو او تر څنګ یې هغو له هېواده ایستلي چې وایي لور ته یې هېواد کې د تعلیم شرایط برابر نه دي او ښځینه یې که ناروغانې هم وي پارکونو ته د تفریح لپاره نه شي تللی.
ننګ وایي: «دا خپله د تجارت وزير وايي چې تر ۱۵۰ میليارد ډالره د افغانانو پیسې بهر کې پانګونه شوې، دا د دولت پیسې نه يادوم، دا د ناټو پیسې نه يادوم، دا د امريکا پيسې نه يادوم، دا ستا د پولي دوران نه وتلې دي، بيرون دي، په دوبۍ کې دي، په ترکيه کې دي، په هند کې دي، په منځنۍ اسيا کې دي، په اروپا کې دي، په امريکا کې دي، په دې باندې لوی لوی تجارتونه کېږي، د ترکيې حکومت زما د افغانانو پيسو ته ارزښت ورکوي، په دوبۍ کې يوازې ميرویس عزيزي نه يادوم، ۵۰ ، ۱۰ ،۲۰۰ داسې خلک دي چې د هغوی پیسو ته د دوبۍ حکومت ارزښت ورکوي او ورته وايي چې تاسې ښه خلک يئ چې له دې ځمکې ونه وځئ، د زرګونو افغنانانو پیسې په ايران کې دي، ايران ورته وايي چې تر ټولو لوی نعمت تاسې ياست.»
هغه وایي چې دغه پانګه په وروستیو لسو کلونو کې وتلې ده، خو کېدای شي په تېرو درېیو کلونو کې به یې لږ او ډېر سرعت ډېر شوی وي، خو د دې پیسو د بېرته راګرځولو لپاره باید اړین شرایط مساعد شي او په تېرو درېیو کلونو کې باید سل میلیارده بېرته هېواد ته راغلې وی.
ننګ زیاتوي: « دا د دولت معامله نه ده، سياسي بحث نه دی، اقتصادي بحث دی.»
هغه په دې اړه چې څه مشوره ورکوي، وایي چې دی د مشورې په حد کې نه دی، خو چارواکي باید وضعیت ته پام وکړي او داسې نه وي چې فقر تر ستوني راورسېږي بیا یې پام شي چې په تاواني حالت کې روان وو.
د تېر حکومت دغه چارواکی زیاتوي: «موږ د جمهوريت د يوه تللي، ساقط شوي جمهوريت تجربه يو، ځکه ډېره نيغه خبره کولی شو، ځکه په جرات خبره کولی شو، ځکه يو څوک چې ماتې يې خوړلي وي تجربه يې ليدلي وي، هغه ډېرې ښې خبرې کړای شي، زه وايم څو ګنجایش د امارت اسلامي لپاره په تاريخي لحاظ شتون لري، اول دغه د ۱۵۰، تر ۲۰۰ میليارده ډالره پیسو د عودت لپاره شرایط بايد برابر شي، افغانستان کې هغه دلیل چې يو ده که پنځوس دي، د دې د رفع کولو لپاره بايد شرایط مهيا شي، تعليم يې که مانع ده، دا مهیا کړئ، که دې مالياتو د فشار په سبب باندې مشکلات وي دا کم کړئ، که د سرمايهګذارۍ لپاره ځمکه همواره نه وي شرایط نه وي، دا شرایط تاسې برابر کړئ، دويم تاسې پيپيپي (PPP) جوړه کړئ. امارت اسلامي تاريخي چانس لري.»
هغه د پيپيپي (د پیرودلو ځواک برابري) په اړه وضاحت ورکوي، وايي: د خصوصي او دولتي سکتور ترمنځ مشارکت، دنيا پرې ودانه شوې ده، په دولتونو باندې هېوادونه نه ابادېږي، عمران او اقتصاد نه راځي، په درېيو پي (P) راځي، موږ ۹.۷ میليونه هکتاره ځمکه لرو، د افغانستان ۱۲.۵ فيصده مځکه قابل د زراعت ده، اما ۲.۵ فيصده يې کرل کېږي، په تېرو ۲۵۰ کالو کې، د موږ ډوډۍ کمه ده، نيم په ڼيمه کمه ده، موږ او تاسې په يو کال کې شپږ ميليون ټنه غلې ته ضرورت لرو، اما اوس دوه ميليون ټنه کرل کېږي، نو دا ټوله ځمکه بېکاره ده، اوبه پرې برسېره روانې دي، ځوانان دې پيتاوی کوي، موسم ستا داسې نه دی لکه د سعودي چې کښت نه په کې کېږي، دې ته څه وايې چې هر څه موجود اما زه ډوډۍ نه لرم، د ډوډۍ ټول عناصر موجود دي، چې فقط ته يې خیشته کړې، دې ته بېکارهګي وايي، دا يې بل، طالب، داسې دولت نه دی تېر شوی چې د ټول افغانستان له خاورې نه ماليه ټوله کړي، دی يې ټولوي، دومره حاکميت چې طالب يې لري بل چا نه درلود، د دې ټولو تر شا چې بيا هم رکود او فقر دی مانا بېکارهګي ده.»
ننګ له ګاونډيو، سيمې او نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل په اړه وایي چې دا دوه اړخیز بحث او اړیکې دي چې له ټولو نه ډېره درنه ملامتي یې پر نړۍ باندې ده او پاتې ملامتي یې پر اوسني سرپرست حکومت ده.
د ده په ونیا، «طالبان» اوس یو حاکمیت دی چې باید د دولت جوړونې لپاره کار وکړي او «په مشروع اقتدار» بدل شي.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې اسلامي امارت وايي، مشروعیت لري او خلک یې ملاتړي دي، زیاتوي: «سمه ده لري يې، بيا خو انتخابات وکړئ، نړۍ وايي چې ته يې ثابته کړه چې ولس ستا ملاتړی دی، زه هم وايم چې ستا تر شا ولاړ دی، اما د دې لپاره يوه وسيله ده، يو ابزار دی چې هغه انتخابات دي، يا شورا ده، تاسې يوه جرګه جوړه کړئ چې په کې حد اقل يو ميليون کسان وي، څلويښټ ميلیونه نه يو ميليون، هغه دې ووايي، بيا دې اعلان د مشروعيت وکړي، زه نه وايم بحث په دې نه دی، دنيا وايي، ته وايې زه کامياب يم، خو د دې لپاره يو وسيله شته يوه مرحله شته.»
ننګ وایی که انتخابات وشي بيا به له دې لوی مشروع اقتدار بل نه وي.
دی له نظام څخه د ملاتړ په اړه وایي: «ملاتړ خو دې ته وايي چې يو څوک ځان پکې وويني، ځان وويني په اقتصاد کې، سمه ده چې د طالبانو ملاتړي هم شته، زموږ غوندې چې نيک خواهان يو او د حالاتو د قربانۍ لپاره اماده يو، چې دا کوم حالت ده چې دا نور هم قوي شي، زما په نظر طالب د لاسنيوي قابل دی د لاس پرېښودو نه دی، لکه څنګه چې نړۍ ترې لاس پرې اېښی.»
د ننګ په اند، نړۍ د ښځو د تعلیم موضوع یادوي، خو دا د خدای (ج) حکم هم دی، سرپرست حکومت دې له شپږم ټولګې پورته ښوونځي پرانیزي څو د نړۍ دا غوښتنه بنده شي او په ډېرو ځایونو کې چې د ښځو کار بند دی دا ستونزه دې هم حل کړي.
هغه اسلامي امارت ته په خطاب کې وویل: «يعنې هېڅ ګنجايش مه پرېږدئ چې نړۍ د دې وړې مسئلې لپاره له تاسې لاس واخلي، زه وايم که طالبان د نړۍ تر فشار لاندې نور هم راشي، که دا طالبان له ځانه دومره راضي وي چې بيخي مطلق حق ته رسيدلي، دا خطرناک حالت دی، زه وايم موږ ډېر انقلابونه او بدلونونه ليدلي دي، نو ته د دې قرباني کېږه مه، ګنجایش ډېر ستا په لاس کې راغلی دی، وړې وړې مسئلې د دې سبب مه ګرځوه چې يو لوی د نظام مصلحت تر پوښتنې لاندې راشي.»
دی وایي چې اسلامي امارت د اساسي قانون او نور قوانین جوړ کړي.
هغه زیاتوي: «تجارت قوانين غواړي، قواعد غواړي، شرطنامې غواړي، معيارونه غواړي، سټنډرډونه غواړي، دا ته اعلان کړه، قوانين د تجارت کوم دي، مالي قوانین کوم دي، مدني کوم دي، د جمهوريت ټول له منځه تللي که نه نيم يې، کوم يې پاتي دي.»
دی وایي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې خو په موقت ډول بندې شوې، خو درې کاله یې تېر شول او اوس باید دا ستونزه حل شوې وای.
دی پوښتنه کوي، وایي: «هغه کوم معيارونه دي چې ته يې نه شې پوره کولی، د نصاب معيار ده، د لباس معيار ده، د ژوند معيار ده، هغه څه معيار ده چې څوک ځان په کې عيار کړي، ستا هغه د شريعت تقاضا په کې برآورده شي؛ يعنې زه وايم دا ټول ابزار او امکانات چې ستا په لاس کې دي او ته نړۍ پرې پخلا کولی شې، بيا يې ولې نه کوې؟
ننګ وایي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې څلور اساسي معیارونه پوره کړي او هغه دا چې قلمرو یې په لاس کې دی، د هېواد خلک یې تابع دي، فوقالعاده حاکمیت لري او حکومت لري.
هغه زیاتوي: «اوس راځو د کمبوداتو مسئله کې چې جهان پرې اعتراض کوي، هغو ته نمادي وايي، هغه بنيادي نه دي، لکه د شهروندانو د حقوقو تامین، د نړۍ پرې کار نشته چې خامخا به ته د ښځو حقوق ورکوې، دا پورتني څلور چې پوره وي ته د رسميت پېژندو لایق يې، د يو دولت مشروع اعتبار لرې، اوس راشه دا نورو مسئلو ته چې وايي چې همهشمول حکومت جوړ کړئ، همهشمول حکومت، ته وايې چې زه يې لرمه، هغه په تعادل د اقوامو سره نه ده، هغه د رايې صندوق ټاکي.»
دغهراز دی زیاتوي چې په فرعي ابزارو کې یو دولت باید ملي بیرغ ، ملي سرود او ملي نشانونه هم ولري.
هغه وایي: «اوس دا امارت دولت دی، دا معرفي کړه، ملل متحد ته یې په مکتوبونو کې ولېږه چې د امارت اسلامي دغه اساسنامه ده چې امير داسې ټاکل کېږي، دا بیرغ دی، دا سرود ده دا ملي نشانونه دي، سياسي نظام مو دا شی دی، موږ تاسې ته در معرفي کړ. تاسې سوال وکړئ له مسوولينو نه چې تاسې داسې کوم څه لېږلي.»
ننګ د اوسني حکومت د اقتصادي پروګرامونو په اړه وویل: «زما په نظر د طالب پریکټس او اراده دا دوه شیان چې زه وينم دا مثبت دي، د دې ترڅنګ چې دا ښه دي او هغه څه چې تا ښه کوي هغه ته نه لرې، داخلي مشروعيت او نړۍوال رسميت او د قوانينو موجوديت، ته اوس وايې چې اقتصاد زه چلومه، نړۍ ته وايې چې له ما سره شريک شي، چين ته وايې اسيای ميانه ته وايې، سعودي ته وايې، دا اوس يو ښه ابتکار روان دی، د تجارت وزير يو ښه ابتکار روان کړی، د ترکمنستان او قزاقستان او افغانستان ترمنځ دغسې د ايران تر منځ د پاکستان تر منځ، د امارت اسلامي اقتصادي ډيپلوماسي ډېره موفقه ده، اما خالي ده، حمایوي قوانين نشته، هغه اصول او مباني نشته چې ته نړۍ پرې را شريکه کړې. بل دا چې د طالبانو د بيتالمال يا بودجې د تشکيل کار ډېر ښه روان دی، اوس دا د عوايدو دا برخه ډېره ښه روانه ده، دوی اعلان وکړ چې څه د پاسه دوه مليارده عوايد يې کړي، مانا دا ده چې دا ډېر ښه حالت دی، بل بحث دا ده چې افغانستان کې چې وضعيت وينو هغسې هم نه ده چې نړۍ وايي تباهي تباهي ده، ۲۸ ميليونه انسانان له لوږې سره مخ دي، اما هغسې خوشبيني هم نشته چې د طالبانو مشران يې وايي، دا د دواړو ترمنځ يو متعادل حالت لري.»
د ده په اند، کاروبار کم شوی، د پیسو ګردش کم شوی، د سوداګرو ګټه کمه شوې، پخوا به چې چا په کال کې یو ځل پردې بدلولې اوس یې په دوو کلونو کې هم نه شي بدلولای؛ ځکه چې عواید یې کم شوي دي.
هغه د وضعیت د ښه والي لپاره ځینې کړنې اړینې بولی، وایي: «بېل اوټ يو بل بحث ده؛ زه بېکاره يم ته ما ته د توانمندۍ لپاره زمينې مساعده کړه، زما لپاره ځمکه راکړه، ۱۰۰ دوه سوه جريبه، ماته يوه منبع راکړه چې زه په هغې کې کار وکړم، سیسټم به هم وچلېږي او دا غربت به هم ورک شي، واړه تجاران دي هغوی ته مددونه ورکړه، ماليه پرې کمه کړه، قرضې ورکړه، خدمات ورکړه.»
د پوهنې وزارت دغه پخوانی چارواکی وایي چې د اسلامي تعليماتو برخه ډېره ښه روانه ده، ورځ په ورځ ښه کېږي او د خلکو عقيده چې هر څومره غښتلې شي دا ښه خبر ده.
ننګ ټینګار کوي چې ټول باید تعلیم ته لاسرسی ولري، د نصاب په برخه کې اصلاحات راشي، پوه خلک دې راټول کړل شي او ورته ودي ویل شي چې د اسلامي عقېدې، نړۍوالو او علمي معیارونو سره سم داسې نصاب جوړ کړي چې د اوس په پرتله د کتابونو شمېر راکم شي، زدهکړې تر څلورم ټولګي لیک لوست ته ځانګړې شي، بیا تر نهم ټولګي عمومي تعلیمات وي او پاتې تر دوولسم او څوارلسم ټولګي زده کړې تخصصي شي.
دی په دې اړه چې اوسنی نصاب خو تېر حکومت – چې هغه مهال دی هم د پوهنې وزارت کې لوړپوړی چارواکی و – جوړ کړی، ولې دغه چارې هغه مهال نه دي شوې، وایي: «زموږ په وخت کې پېشنهادات موږ ورکړي وو، يوه برخه کې دا د ريفورم برخه قبوله شوه او بحث پرې وشو، اما دا لس کلن پروګرام و، لسو کالو کې به موږ دا راټيټوو او بیا کتنه به يې کوو، نصاب له تغيیراتو سره مل وي، ثابته پديده نه ده، په دې کې امکان د تغيیر شته، دا بايد بهتره شي.»
هغه په تېر حکومت کې د ستونزو په تړاو چې د ړنګېدو له لاملونو یې هم شول، وايي چې د بُن تر ناستې وروسته یو حکومت جوړ شو، خو نړۍ جګړې ته لومړیتوب ورکاوه او له دې امله چې نورې چارې لومړیتوب نه وې، قوي پوځ جوړ نه شو، د قدرت جزيرې جوړې شوې، داسې دولت جوړ شو چې کمزوری وي، ځواب نه ویونکی وي او د نورو په ملاتړ پاتې شي.
دی زیاتوي: «دا د دې برنامو پلاني برخه وه، تصادفي برخه يې نه وه … اما د بودجې په برخه کې که وګورئ د افغانستان ملت ته په شلو کلنو کې ۱۸۴ ميليارده ډالره په ملکي برخه کې مرسته وشوه، اما بدنام يې افغانستان کړ، ويل يې چې فساد ده، فساد ده، هېڅ خوشنامی انسان نه و.»
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه مهال فساد نه و، وایي فساد و، خو اتیا سلنه پیسې د بهرنیانو له خوا او پاتې نورې د دولت له بودیجې لګول شوې دي.
دی زیاتوي: «ته دې کابل ښار، مزار، هرات دا ټول وګوره، کندهار، خوست وګوره چې څومره ژوند په کې جوړ شوی، دا پیسې يې چې حکومت ته راکړې ته وګوره روغتونونه، ادارې، سړکونه، ودانۍ دا جوړ شوي دي، زما د شلو کالو په ۳۵ ميليارده ډالرو کې چې دا مصرف شوې، زه ځوابده يم، دا حساب که هر چا کاوه، زه به ورته وښيم چې زما څومره سهم دی په دې فساد کې، ما تا ته ارقام وښودل، زه نه وايم فساد نه دی شوی، رسوايي ډېره ده، افغانستان دې پرې خراب کړ، زه دې پرې وتړلم، مشروعيت دې پرې خراب کړ…»
Views: 152
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن