ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې یوه رسټورانټ لرونکې مېرمن: که ملاتړ مې وشي نورو برخو کې به هم پانګونه وکړم

کابل ښار کې یوه رسټورانټ لرونکې مېرمن: که ملاتړ مې وشي نورو برخو کې به هم پانګونه وکړم

author avatar
29 Jul 2024 - 21:13
کابل ښار کې یوه رسټورانټ لرونکې مېرمن: که ملاتړ مې وشي نورو برخو کې به هم پانګونه وکړم
author avatar
29 Jul 2024 - 21:13

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۳): د سمیره محمدي په نوم یوه مېرمن چې درې کاله مخکې یې کابل ښار کې یوازې د اووه زره افغانیو په لګښت د بولاني‌پخولو دوکان جوړ کړی و او هغه یې اوس په یوه رسټورانټ بدل کړی وايي، ډېر ژر به دغه شان یو بل رسټورانټ هم پرانیزي.

هغه چې د خپل کاروبار پراختیا ته لېواله ده وايي، که ملاتړ یې وشي، نورو برخو کې به هم پانګونه وکړي.

د کابل ښار اوسېدونکې سمیره محمدي د کابل ښار په قلعه نجارا سیمه کې د «بانوان افغان» په نوم یو رسټورانټ جوړ کړی. دغه رسټورانټ کې د بېلابېلو هوسانه خوړو لکه بولاني، اشک، منتو، سمبوسې او جرمن رول تر څنګ کباب، شورمه، ایسکریم او شیریخ هم چمتو او مشتریانو ته وړاندې کېږي.

د یاد رسټورانټ مسوولې سمیرې محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوکان او رسټورانټ له جوړولو څخه مخکې یې د خیاطۍ یوه کارګاه درلوده چې سلګونه ښځو ته یې پکې د کار زمینه برابره کړې وه خو د پېرېدونکو نشتون او د خرڅلاو کمښت له امله یې د کارګاه فعالیت ودرېد.

هغې زیاته کړه: «له نن څخه اته کاله مخکې مې د خیاطۍ یوه کارګاه درلوده چې ۶۰۰ مېرمنو راسره کار کاوه خو له بده‌مرغه د تېر نظام په وروستیو کې چې افغانستان له کوم اقتصادي رکود سره مخ شو او د رامنځته شوو ستونزو لکه د جامو د خرڅلاو نشتون له امله مو ونشو کولای چې ادامه ورکړو او کارګاه سقوط وکړ.»

نوموړې د خیاطۍ د کارګاه له سقوط وروسته اووه میاشتې بېکاره وه او وروسته ایران ته ولاړه خو هلته هم له اقتصادي ستونزو او کار نشتوالي سره مخ شوه، بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه او د خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه د مور او پلار په مالي مرسته یې د رسټورانټ جوړولو ته اقدام وکړ.

هغې وویل: «له نیکه‌مرغه له کله نه چې اسلامي امارت راغلی، ومې کولای شول چې په اووه زره افغانیو په کار پیل کړم، ډېر کوچنی دوکان مې درلود او یوازې درې ډوله خواړه مې پکې پخول، لکه بولاني، اشک او سمبوسه؛ خو اوس مې له نیکه‌مرغه نږدې ۲۵ لکه افغانۍ پانګونه کړې، خپل دوکان مې په رسټورانټ بدل کړی او خوشحاله یم چې ومې کولای شول خپل کارکوونکي له ۳ کسانو څخه ۲۲ کسانو ته ورسوم.»

د نوموړې په خبره، په دغه رسټورانټ کې اته نارينه او ۱۴ ښځې کار کوي.

هغه وايي، له دغه رسټورانټه د ترلاسه کېدونکو پیسو له لارې نه يوازې د خپلې څلور کسيزې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، بلکې خپلو ٢٠ کارکوونکو ته هم معاش ورکوي.

هغې وویل چې هوسانه خواړه د ښځو له لوري خو کباب، چپلي‌کباب، ايسکريم او شيريخ د نارينه‌وو له خوا جوړېږي او په خبره یې چې هر کارکوونکي ته د خپل کار په اندازه د ورځې له ٥٠ تر ٣٠٠ افغانیو معاش ورکوي.

سمیرې وویل چې په دغه رسټورانټ کې د نارینه‌ او ښځینه‌وو مېلمنو برخې سره جلا دي او هره ورځ ګڼ شمېر پېرېدونکي ورځي.

هغه چې هره ورځ له خپلو همکارانو سره د سهار له ۷ د شپې تر ۱۱ بجو په دغه رسټورانټ کې کار کوي وايي، که څه هم چې کار يې دروند او سخت دی، خو خوښه ده چې خپله کار کوي او د کارکوونکو ملاتړ کولای شي.

سرچينې زياته کړه، ‎له ماشومتوبه لېواله وه چې يو رسټورانټ ولري او ډېره خوشحاله ده چې خپلې یوازینۍ هیلې ته رسېدلې او اوس هبله لري چې د کابل ښار په هر ګوټ کې نماينده‌ګۍ ولري او ډیری ښځې د کار لپاره جذب کړي.

سمیره وايي چې ډېر ژر به د کابل ښار په کارته‌چهار سیمه کې هم ورته یو بل رسټورانټ پرانیزي.

هغه په پام کې لري چې په دغه رسټورانټ کې چمتو شوي خواړه د کراچيو له لارې په بازار کې هم وپلوري او دې موخې ته د رسېدو لپاره به دېرش نورې ښځې هم د کار لپاره جذب کړي.

هغې زیاته کړه: «د راتلونکي لپاره ډېر پلانونه لرم او دعا کوم چې خدای مې ټولو هیلو ته ورسوي، لومړی پلان مې دا دی چې وکولای شم د ۳۰ کراچیو له لارې چمتو شوي خواړه بیرون ته ولېږدوم او په بازار کې یې وپلورم چې ۳۰ نورې ښخې په ځانکړې توګه هغه ښځې چې پر سړکونو کار کوي د یوه ځانګړي او ښایسته یونیفورم په درلودو کار ته جذب کړم، څو ډېری بېکاره ښځې په یوه کار کې مصروفې شي.

سمېره له نورو هغو مېرمنو چې بېکاره دي غواړي څو په کمو پیسو شروع وکړي او یو کار پیل کړي. ورو ورو به یې سوداګري وده وکړي او ښې سوداګرې به ترې جوړې شي.

هغې په داسې حال چې له سوداګرو ښځو د اسلامي امارته له ملاتړه یې ستاینه کوله زیاته کړه، د ښځو لپاره د ځانګړو بازارونو د رامنځته کېدو ترڅنګ دې هغوی ته د کرایې کمولو برخه کې هم پاملرنه وشي.

سمیره چې ۳۵ کلنه ده، لس کاله مخکې یې واده کړی او د واده ثمره یې دوه هلکان او یوه نجلۍ ده وايي چې تر دوولسم ټولګي یې زده کړې کړي او د اقتصادي ستونزو له امله یې ونشوای کولای خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

هغه کارکوونکې چې یاد رسټورانټ کې د کار زمینه ورته برابره شوې خوښې دي.

د «بانوان افغان» رسټورانټ یوه کارکوونکې سحر عزیزي وايي: «کله چې له ښوونځي فارغه شوم په کور کې بیکاره وم او پریکړه مې وکړه یو ځای کار وکړم، شکر په دغه ځای کې مې کار پیدا کړ او د میاشتې پنځه زره افغانۍ معاش اخلم.»

هغې له دې چې په دغه رسټورانټ کې د معاش په اخیستو د کورنۍ په اقتصاد کې مرسته کوي، خوشحاله ده.

نوموړې په داسې حال کې چې له اسلامي امارته غواړي د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي زیاته کړه: «ټولې نجونې چې له ښوونځي او پوهنتون پاتې دي، غواړم چې هڅه وکړي او ځان لپاره یوه بوختیا پیدا کړي.»

دغه‌راز، حسنا کوهستاني د یاد رسټورانټ یوې بلې کارکوونکې وویل: «درې کاله کېږي یاد رسټورانټ کې کار کوم، په اووم ټولګي کې وم چې ښوونځي مو وتړل شول له هغه وروسته د یو څه وخت لپاره د خیاطۍ کورس ته لاړم، بیا دلته راغلم چې کار وکړم.»

سرچینه وايي چې د سهار له اتو د ماسپېښین تر دوو بجو دلته کار کوي او د میاشتې درې زره افغانۍ معاش اخلي.

Views: 153

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.