Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ناهیلۍ د هنر تر پرېښودو؛ ځدراڼ: دوه زره اثار مې خلق کړي خو هیچا مې پوښتنه نه ده کړې

خوست‌ښار (پژواک، ۱۱ غويی ۱۴۰۴): خوست کې د اسماعیل ځدراڼ په نوم یو حکاک او میناتور چې درې‌نیمې لسیزې یې په دغه هنر کې تېر او دوه زره اثار یې خلق کړي وايي چې نور ناهیلی او له دغه کاره ستړی دی؛ ځکه نه حکومت ورته پاملرنه کوي او نه یې په ټولنه کې د هنر قدر پاتې دی.

په یوه خلوت او خاموشه کوټه کې د لرګیو، مرمر او نورو قیمتي ډبرو او کاغذونو منځ کې یوه تابلو تر سترګو کېږي چې پرې لیکل شوي: «چا ته مه وايه نن ځان درپېژنم خو؛ هنرمند د بې‌هنرو په وطن کې»

پر یاده تابلو لیکل شوې بیت ته ورته دا جمله د ۵۰ کلن اسماعیل ځدراڼ د زړه حال بیانوي؛ هغه هنرمند چې له ۳۶ کلونو راهیسې د حکاکۍ او میناتورۍ هنر ته ژمن پاتې شوی او ګڼ اثار یې خلق کړي دي خو اوس یې له دغه هنر سره مخه ښه کړې؛ ځکه دی وايي چې نه حکومت ورته پاملرنه کوي او نه یې هم په ټولنه کې قدر شته.

ځدراڼ د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، نږدې دوه زره هنري اثار یې خلق کړي خو اوس یوازې زر اثار ورسره پاتې دي؛ هغه وايي چې نور یې د وخت چارواکو، ملګرو او شاګردانو ته ډالۍ کړي دي.

هغه د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې د ګيلې په ډول وويل: « شپږ دېرش کاله عمر مې په هنر کې تېر کړ، نتيجه يې څه شی شوه، نه مې په دغه هنر کې څوک ورسول او نه مې هم د کونډو، یتیمانو او بېوزلو خدمت وکړ.»

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «تقريباً ما دوه زره اثار جوړ کړي چې د هغو له جملې زر اثار ما سره په خپله موجود دي او زر اثار ما لکه ولسمشر اشرف غني، ولسمشر حامد کرزي، ولسمشر صبغت‌الله مجددي ته مې په ډالۍ کې سپارلي، د دې په څنګ کې مې شاګرانو ته ورکړي او نازولي مې دي چې څوک په اول مقام خطاطۍ او رسامۍ کې راغلي دي.»

د نوموړي په باور، هنر یوازې ننداره، سندره او فلم نه دی، بلکې حکاکي او ميناتوري هم يو ژور او پېچلی هنر دی چې باید ارزښت ورکړل شي او وپېژندل شي.

اسماعیل زیاتوي چې د اثارو له ډلې یې یو مهم اثر يوه هنري تخته ده چې له قیمتي ډبرو جوړه شوې او لس کاله يې خواري پرې کړې ده. د هغه په خبره دغه اثر يې ځکه جوړ کړی څو خلک د هېواد طبيعي زېرمې وپېژني.

اسماعیل وویل: «دا مې په لسو کلونو کې معدنيات راټول کړي دي، دا مې د دې په خاطر راټول کړي څو زموږ شاګردان، محصلين، ځوانان او د افغانستان خلک معدنيات وپېژني چې معدن څه ته ويل کېږي او مواد مې له بېلابېلو ولايتونو د ملګرو په همکارۍ او پيسو په بدل کې راټول کړي دي.»

هغه زیاته کړه چې نور له خپل دغه کاره ستړی دی، نه ‌غواړي له دې وروسته دوام ورکړي؛ ځکه د هغه په وينا، ټول عمر او شتمني يې په‌کې وبايلل خو پايله يې هيڅ وه.

نوموړي وویل: «هنر دا مطلب نه دی چې سندره ده، باجه ده، سندرغاړی دی او اکټر دی، نه، دا د هنر بهترينه برخه ده، ولې دې برخې ته وده نه ورکول کېږي، ولې په دې هنري برخه کې مسابقې او نندارتونونو نه جوړېږي، په دا درېيو کلونو کې ما ته چا ټیلېفون نه دی کړی چې ته يوه نندارتون، ورکشاف یا سیمینار ته راشه، ولې؟»

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولین هم دا ستونزه مني او وايي چې تر دې دمه د حکاکۍ او ميناتورۍ د پرمختګ لپاره مؤثر ګام نه دی پورته شوی.

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شاه‌حسین مسجدي وایي، تر دې دمه د حکاکۍ او ميناتورۍ د پرمختګ لپاره مؤثر ګام نه دی پورته شوی، خو پلان شته چې د نندارتونونو او فرهنګي پروګرامونو له لارې دغه هنر ته وده ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: «د حکاکۍ او ميناتورۍ هنر لپاره به موثره دا وي چې نندارتونونه جوړ کړو، په مختلفو ځايونو کې لکه د خوست سټیډيوم کې يا د ښاروالۍ په پارک کې او نورو داسې مختلفو ځايونو کې نندارتونونه جوړ شي، دا به ډېر موثر وي.»

که څه هم اسماعيل ځدراڼ وايي چې له دغه هنر سره یې نور مخه ښه کړې، خو له خبرو یې داسې ښکاري چې لا یې هم په زړه کې هیله پاتې ده، غواړي ملاتړ یې وشي، قدر یې وشي او هنر ته یې ارزښت ورکړل شي څو وکولای شي خپل هنري اثار خوندي کړي او بېرته خپل کار ته مخه کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.