Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې یو شمېر هغه راستانه شوي چې کوچني کاروبارونه یې پیل کړي، د ملاتړ غوښتنه کوي

کندهار (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۴): کندهار ولایت کې یو شمېر هغه راستانه شوي کډوال چې کوچني کاروبارونه یې پیل کړي، له حکومته غواړي چې ملاتړ یې وکړي، څو وکولای شي نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

هره ورځ لسګونه کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنېږي؛ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت شاوخوا دوه اونیو مخکې ویلي وو چې په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۱،۸ میلیون کډوال له ایرانه، نږدې ۱۸۵ زره له پاکستانه او ۵۱۳۴ کسان له ترکیې په جبري ډول راايستل شوي دي.

یو له یادو کسانو عبیدالله دی چې څو میاشتې مخکې له پاکستانه راستون شوی او په کندهار ښار کې یې د صابون جوړولو کوچنۍ فابریکه پرانیستې ده.

هغه وايي: «اوس مهال د صابون تولید په کرايي کور کې کوم، کوم ځانګړی ځای نه لرم؛ ځکه امکانات مې محدود دي. ټوله پانګونه مې شپږ لکه افغانۍ ده، د ورځې تر ۵۰ کیلوګرامه پوډري صابن او شاوخوا ۳۰۰ چکۍ کلک صابن تولیدوم.»

د عبیدالله په خبره، څلور زامن یې په دغه کار کې ورسره مرسته کوي، خو ګټه یې اوس محدوده ده.

هغه زیاته کړه: «اوس یوازې دومره ګټه کوم چې د کور کرايه او نور لګښتونه پوره کړم، تر دې ډېره ګټه مې نه ده کړې، زموږ د صابون کیفیت تر بهرنیو محصولاتو ښه دی؛ ځکه هدف مو دا دی چې خپل ملي تولید بریالی او کاروبار پراخ کړو.»

هغه وایي، دغه کسب یې په پاکستان کې زده کړی او هیله لري که د ډېر تولید امکانات ورته برابر شي، کولای شي نور کسان هم پر کار وګوماري.

د عبیدالله ۱۴ کلن زوی محمدحنیف چې د لاسي ماشین په مرسته له پوډري صابونه کلک صابون جوړوي، وايي، په لاسي ماشین د تولید ظرفیت ډېر ټیټ وي او په ورځ کې ډېر لږ صابون جوړېږي.

هغه وویل: «په لاسي ماشین ډېر لږ صابون جوړېږي، که برقي ماشین وای، په یوه ساعت کې مو سلګونه چکۍ صابونونه جوړولای شول.»

هغه وايي چې غواړي له پلار سره د کار ترڅنګ خپل تعلیم ته هم دوام ورکړي.

د عبدالله په څېر ډېر نور داسې کسان هم شته چې هېواد ته له راستنېدو سره سم یې دلته په کوچنیو کاروبارونو یا کسب لاس پورې کړی او اوس خپل کاروبار کوي.

عبدالکریم چې یونیم کال مخکې له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راایستل شوی، اوس د کندهار ښار په څلورمه ناحیه کې د خیاطۍ یو کارځای لري او څلور نور شاګردان هم ورسره بوخت دي.

هغه وایي: «په کراچۍ کې مې ۱۵ کاله خیاطي وکړه، کله چې وطن ته راغلم، له خپلې وړې سپما مې یو څو ماشینونه واخیستل، شاګردان مې وګومارل، اوس خپل کار کوم، ګوزاره مو کېږي، له کاره راضي یم.»

عبدالکریم زیاتوي چې د دوکان عاید یې دومره دی چې د کور کرایه، د ماشومانو د ښوونځي فیس او ورځني لګښتونه پرې پوره کوي خو وايي، که د برقي ماشینونو او وسایلو په برابرولو کې ورسره مرسته وشي، کولای شي نور ځوانان هم په کار وګوماري.

نعمت‌الله بیا یو هغه راستون شوی کس دی چې د اوږدې مودې لپاره یې په پاکستان کې د موټرو پرزو برخه کې کار کړی او یو کال مخکې له خپلې کورنۍ سره کندهار ته راستون شوی.

هغه وایي: «په پېښور کې مې د موټرو پرزو دوکان کې شاګردي کړې وه، کله چې وطن ته راغلم، دلته مې هم همدا کار پيل کړ، له بهره پرزې راغواړم، یو لږه ګټه ورباندې کوم، په همدې کار پوه یم.»

جاوېداحمد چې د کوټې له ښاره راستون شوی، د برقي وسایلو ترمیمولو برخه کې تجربه لري او اوس په کندهار کې په یوه فابریکه کې د کارګر په توګه کار کوي.

هغه وویل: «د ورځې اته تر لس ساعته کار کوم، د میاشتې له دوولس تر ۱۵ زره افغانۍ راکوي، په کار پورې اړه لري چې څومره کار مې کړی وي، که څه هم دا پیسې ډېرې نه دي، خو خوشاله یم چې وطن کې کار کوم او کورنۍ ته مې نفقه برابروم.»

د جاوېداحمد په خبره، هیله لري چې لږه سرمایه برابره کړي، څو د برقي وسایلو جوړولو خپله فابریکه پرانیزي او د نورو ځوانانو لپاره هم د کار زمینه برابره کړي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي، هغه کسان چې له پاکستان یا نورو هېوادونو راستنېږي او کسب یا فني مهارتونه یې زده وي، د افغانستان د اقتصاد لپاره خورا ارزښت لري.

د اقتصادي چارو پوه اسدالله سعادت وايي، هغه کسان چې هېواد ته راستنېږي، کسب او کار یې زده وي، دا چې د خپلو کورنیو د لګښتونو پوره کولو لپاره پر دولت او مرستو تکیه نه کوي، بلکې کولای شي په خپله عاید پیدا کړي.

د نوموړي په خبره: «دغه کسان چې راستانېږي کسب او مهارتونه یې زده وي، د دوی مهارتونه د کورني تولید په لوړولو کې مهم رول لوبوي؛ ځکه اکثره هغه کارونه کوي چې په بهر کې یې تجربه لرلې ده؛ نو که حکومت او اړوندې ادارې له دغو کسانو سره د کوچنیو پورونو، وسایلو او بازارموندنې برخو کې مرسته وکړي، نه یوازې به د بېکارۍ کچه به ټیټه شي، بلکې د وارداتو پر ځای به کورني تولیدات ډېر شي. دغه حالت په اوږدمهال کې د افغانستان د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند ښه‌والي لپاره بنسټیز اهمیت لري.»

د کندهار د صنعت او کانونو خونې مسوولین هم د دغو راستنو شوو هڅې مهمې بولي او وایي چې له هغوی سره یې د مشورې او فابریکو ته د معرفي کولو برخو کې همکاري کړې ده.

د دې خونې رییس سیدسرور اماني وویل: «موږ هغو کسانو ته چې په صنعت کې یې کار کړی وي او تجربه لري، مشورې ورکوو او هغو فابریکو ته یې معرفي کوو چې ورته اړتیا ولري. دولت او اړوندې ادارې باید د دوی ملاتړ وکړي، څو خپلو صنعتي کارونو ته دوام ورکړي.»

د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین هم وایي، هڅه کوي د صنعت برخه کې تجربه‌لرونکي کسان مشخص او اړوندو ادارو ته معرفي کړي، څو ورته د کار زمینه برابره شي او په عین حال کې د هغوی له مسلکونو او تجربو استفاده وشي.

د دغه ریاست د کډوالو د ثبت امر مولوي نعمت‌الله وایي، ډېر شمېر کسان چې د صنعت تجربه لري، بېلابېلو فابریکو او ادارو ته یې ور معرفي کړي، څو د هغوی ګټه واخیستل شي او ورته د کار زمینه برابره کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.