هرات (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): د هرات یو اوسېدونکی نذیراحمد چې اووه کاله مخکې یې په دغه ولایت کې د یوه کوچني فارم په جوړولو سره د اوښمرغانو (شترمرغ) روزنې ته مخه کړې او اوس یې کاروبار یو څه ښه شوی وايي، که حکومت یې ملاتړ وکړي، کولای شي خپل دغه کار لا پراخ کړي.

نذیراحمد په ۱۳۹۷ کال کې په لږې پانګونې (۱۰۰ زره افغانۍ) او سترې هیلې سره پرېکړه وکړه چې د اوښمرغانو روزنه پيل کړي. هغه چې ژوند یې د دې لویو مرغانو له روزنې سره تړلی، اوس د هېواد په لوېدیځ کې د دغه نوي صنعت له بریالیو څېرو ګڼل کېږي.

نوموړی چې په خپل فارم کې ګرځېده، د پژواک خبریال ته وویل: «د اوښمرغه روزنه وخت ته اړتیا لري، خو عاید یې بیا ښه دي.»

هغه وایي، اوس په فارم کې ۲۰ اوښمرغان دي او د چچوڼو تولید یې چې په کال کې تر ۴۰۰ پورې رسېږي، د نوو فارمونو لپاره کابل او مزارشریف ولایتونو ته لېږي. د هغه په وینا، ډېری پېرېدونکي یې هم د کابل او د هېواد د شمالي ولایتونو دي.

نذیراحمد وایي، د اوښمرغه د یوه چچوڼي بیه تر اووه زره افغانیو او د یوه بالغ اوښمرغ بیه تر سل زره افغانیو رسېږي چې دا په هرات کې د دغه صنعت د اقتصادي ارزښت ښکارندویي کوي.

د هغه په خبره، د اوښمرغانو روزنې فارمونه پرلهپسې پاملرنې او مدیریت ته اړتیا لري او شپږ کسان چې خپله هم ورسره دی، په بېلابېلو شفټونو کې په کار بوخت دي.

هغه اوښمرغان چې نذیراحمد یې روزي، یوازې لوی او عجیبه مرغان نه دي، بلکې د عاید، دندې او ان د هیلې یوه سرچینه هم ده.

نوموړي د اوښمرغه د خوراکي او اقتصادي ارزښت په اړه وویل: «د اوښمرغه غوښه د کلسټرول او غوړ نه درلودو له امله ډېره ګټوره ده او هر بالغ اوښمرغه نږدې سل کیلوګرام وزن لري چې لسګونه کیلوګرامه خالصه غوښه ترې لاس ته راځي.

هغه پر دې باور دی چې دغه صنعت هم اسان دی او هم ډېره ګټه لري. هغه چې له حکومت د ملاتړ په تمه ده وویل: «که ملاتړ مې وشي، کولای شم په ټول هرات کې دغه صنعت ته پراختیا ورکړم.»

بشیراحمد یو تجربهلرونکی کس چې له لومړیو ورځو له نذیر سره په فارم کې پر کار بوخت دی، پژواک ته وویل چې د چوزې یا چچوڼو ایستلو هره دوره له ۴۰ تر ۴۵ ورځو وخت نیسي.

هغه د امکاناتو له کمښته شکایت کوي او باور لري چې که لا ښه وسایل او دستګاوې ورته برابر شي، د تولید ظرفیت به یې څو برابره ډېر شي.

بلخوا، د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم له دغه صنعته د ملاتړ لپاره له ځینو پروګرامونو یادونه کوي.

د هرات د کرنې ریاست د مالدارۍ امر محمدعمر قاصد وايي چې پخوا په هرات کې د اوښمرغانو درې فارمونه فعال وو، خو اوس یوازې یو فعال دی.

هغه زیاتوي، یاد ریاست د دغه صنعت د بیاپراختیا په هڅه کې دی چې تر اوسه د اوښمرغانو د روزنې ترویج لپاره مالدارانو ته د پوهاوي ورکولو څو سیمینارونه هم جوړ شوي دي.

د هغه په وینا، د کرنې ریاست پلان لري چې یادو پروګرامونو ته دوام ورکړي څو خلک د اوښمرغانو له اقتصادي او خوراکي ارزښت سره لا اشنا شي.