له ۴۸ ساعته بندیز وروسته په افغانستان کې د ټیلیفوني او مخابراتي اړیکو او انټرنېټي خدمتونو لړۍ بېرته فعاله شوه او یوې باوري سرچینې ویلي چې د ریاست الوزرا د ځانګړي امر له مخې شبکې له سره فعالې شوې دي.
تېرو دوو ورځو کې د انټرنېټ او ټیلیفوني شبکو پرې کېدو خلک له سختو ستونزو سره مخ کړل. افغان مسافرین، چې له بهره هېواد ته روان وو، اړ شول په درېیمو هېوادونو کې د هوټل لګښتونه پر غاړه واخلي او یا بېرته خپلو اصلي ځایونو ته وګرځي. همدارنګه هوايي شرکتونو، بانکونو، ګمرکونو، سوداګرو او انلاین کاروبارونو ته هم د پام وړ مالي زیانونه واوښتل.
د څار بنسټ NetBlocks د دوشنبې ماښام شاوخوا ۵:۳۰ بجې د انټرنېټ د «نه لاسرسي» راپور ورکړ او وروسته یې وویل چې په ټول هېواد کې انټرنېټ په بشپړ ډول بند شوی دی. دغه بندیز نږدې ۴۸ ساعته دوام وکړ.

اسلامي امارت د انټرنېټ او ټلیفوني اړیکو د بندېدو په اړه ډېر څه نه دي روښانه کړي خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د انترنیټ دغه دوه ورځینۍ پرچاوۍ تخنیکي ستونزه وبلله او په افغانستان کې د انترنیټ له بیا فعالیدو وروسته یې په لومړۍ اعلامیه کې وویل دا پرچاوي د «نوري فایبر د زړو زېربناوو د زوال» له امله و، او اوس یې پر ځای د نوي کولو کار روان دی.
د «الاماره» ویبپاڼې د ذبیحالله مجاهد له قوله راپور ورکړی چې د ټول هېواد د انټرنېټ د بندېدو راپورونه «ګنګوسې» دي. هغه ویلي: «داسې څه نه دي لکه شایعات چې خپاره شوي، موږ پر انټرنېټ هېڅ ډول بندیز نه دی لګولی.»
دغه بندښت څو اوونۍ وروسته له هغه پېښ شو چې د اسلامي امارت چارواکو په ځینو ولایتونو کې د «غیر اخلاقي کړنو» د مخنیوي په موخه د نوري فایبر انټرنېټ پرې کول پیل کړي وو او د بلخ د ولایتي ادارې ویاند ویلي وو چې د انټرنېټ لاسرسی “د فحشا د مخنیوي لپاره” بند شوی دی.
د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ دغه بندیز پراخې پایلې لرلې؛ د ورځني کاروبار ترڅنګ یې د بیړنیو مرستو، روغتیایي خدمتونو، زدهکړو او بانکي فعالیتونو بهیر ګډوډ کړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د سپتمبر پر ۳۰مه په یوه اعلامیه کې له اسلامي امارت غوښتي و چې ژر تر ژره د انټرنېټ اړیکې بېرته فعاله کړي.
دغه ادارې ویلي وه چې «پر انټرنېټ بندیز د معلوماتو ازاد بهیر محدودوي، په ځانګړي ډول د روغتیا، زدهکړو او بانکي خدمتونو ته لاسرسی او تر ټولو ډېرې یې هغه ښځې او نجونې اغېزمنوي چې له وړاندې له عامه ژوند څخه څنډې ته شوې دي.»
یاده دې وي چې د افغانستان د نوري فایبر پروژه په ۲۰۰۷ زېږدیز کال کې د ۶۰ میلیونو ډالرو پانګونې سره پیل شوې وه. اسلامي امارت په وروستیو کلونو کې د دغې پروژې د پراخولو هڅې کړې دي چې هدف یې د ډیجیټل سوداګرۍ ودې، د ټیکنالوژۍ پانګونې جلب او د انلاین کارونو د فرصتونو زیاتوالی بلل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP