کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۵): د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د موجوده سیسټمونو عصري کولو او ظرفیت لوړولو وړاندیز چې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ بودجه په پام کې ورته نیول شوې، تایید شو.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غوڼده په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه چې دې غونډې ته د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د کاري ظرفیت لوړوالي او موجوده سیسټمونو عصري کولو پروپوزل د بحث لپاره وړاندې شو.
سرچینه زیاتوي چې یاد پروپوزل له هراړخیزې ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شو او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.
خبرپاڼه کې راغلي، د یاد پروپوزل د تطبیق لپاره یو کال وخت او شاوخوا یو میلیارد افغانۍ بودجه په پام کې نیول شوې چې هېوادوالو ته به د خدماتو وړاندې کولو پروسه چټکه او شفافیت به ورسره رامنځته شي.
سرچینې لیکلي، دغهراز په دې غونډه کې د هېواد د ټولو بندرونو لپاره د ماسټر پلان جوړولو پر اړتیا او ارزښت هم خبرې وشوې. د کور او ښار جوړولو وزارت مسوولینو وویل، د اسلامکلا، نیمروز، تورغونډۍ او ابونصر فراهي بندرونو لپاره د ماسټر پلانونو پر جوړولو کار روان دی چې په ټاکلي وخت به بشپړ شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د تخنیکي کمېټې له لوري ورته سپارښتنه وشوه چې د هېواد د نورو بندرونو لپاره دې هم ورته ماسټر پلانونه جوړ او د نهايي تصمیم نیونې په موخه دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.