Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیا کې یو شمېر بڼوال خپلو مېوو ته د بازار او سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي

پکتیا (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۴): پکتیا کې یو شمېر بڼوال وایي، که څه هم سږ کال یې د نورو کلونو په پرتله د باغونو حاصلات ښه دي، خو د مناسب بازار نشتوالي له امله خپلې مېوې په ټیټه بیه پلوري او یا هم خرابېږي. هغوی خپلو حاصلاتو ته د بازار او سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي.
د پکتیا په مرکز ګردېز کې یوه بڼوال فیض‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ښه دي، خو د بازار نشتوالي له امله یې مېوې ډېرې خرابېږي.
هغه زیاته کړه: «تر اوسه زموږ په کلي کې یوازې د یوه یا دوو باغونو مڼې خرڅې شوې او نور باغونه تر اوسه پاتې دي، تجاران یې ان پوښتنه هم نه کوي.»
د زرمت ولسوالۍ یوه بڼوال جمال‌شاه پژواک ته وویل: «زموږ مڼې اکثره د موسم په وخت کې ښه بازار نه لري، که حکومت او اړوند بنسټونه سړې خونې جوړې کړي، نو د مڼو حاصلات به خوندي پاتې شي.»
د هغه د معلوماتو له مخې، اوس مهال په بازار کې یو من مڼې له سلو تر ۱۲۰ افغانیو پلورل کېږي.
دغه‌راز، پکتیا یو سوداګر دلاور بیا وایي، د مڼو ساتنې لپاره ځایونه نشته او نه هم اوس مهال په کور دننه ښه مارکېټ لري.
هغه وویل، ګاونډي هېوادونه په دغه وخت کې کله کله دروازې بندوي، له همدې امله سوداګر ډېر زړه نه ښه کوي، څو د مڼو زیات باغونه واخلي.
نوموړي له اسلامي امارته غوښتنه وکړه څو د ګاونډیو هېوادونو ترڅنګ نورو ځایونو ته هم د مېوو، په ځانګړي ډول د مڼو صادراتو ته زمینه برابره کړي، څو بڼوال او سوداګر له زیان سره مخ نه شي.
د پکتیا د کرنې ریاست د باغدارۍ مسؤول سنګرمل جلالي بیا وایي، پکتیا کې سږ کال د مڼو حاصلات نږدې له لس تر پنځلس سلنې زیات شوي، خو یوه ستونزه د اوبو د کمښت ده چې له امله یې ځیني باغونه خراب شوي دي.
ده وویل: «په ۱۳۹۹ کال کې مو د پکتیا په مرکز ګردېز او ولسوالیو کې سړې خونې جوړې کړې دي او له هغو د ښې ګټې اخیستنې لپاره مو خلک هڅولي، د کرنې ریاست تل په یاد ولایت کې تجاران هڅولي، څو په دغه ولایت کې یوه مهمه او لویه سړه خونه چې د ترکیې هېواد له خوا جوړه شوې، په اجاره ونیسي او خپلې مېوې دې په کې ذخیره کړي.»
سنګرمل زیاته کړه چې د مڼو حاصلاتو زیاتوالي یو لامل دا دی چې دوی په بېلابېلو سیمو کې بزګر روزلي او له هغوی سره یې مرستې ترسره کړې دي.
د کرنې ریاست مسوولینو په وینا چې کال په پکتیا کې د سبزیجاتو ساتنې لپاره یو شمېر سړې خونې جوړې شوې دي.
د یادونې ده، په پکتیا کې نه یوازې د مڼو، بلکې د بېلابېلو مېوو باغونه شتون لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.