ژبه

کابل کې له تېرو جګړو پاتې یو سل کیلویي بم کشف او شنډ شو

ابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۵): له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي اداره وایي چې د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې له تېرو جګړو پاتې یو سل کیلویي بم کشف او په خوندي ډول شنډ شو.

د یادې ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بم د دې ادارې د ماین‌پاکۍ د انسجام او همغږۍ ریاست له لوري، د هلوټرسټ ماین‌پاکۍ مؤسسې د تخنیکي ټیم په همکارۍ، د حاجي منجي ښارګوټي په یوه استوګنیزه ساحه کې د کیندنې پر مهال کشف شوی و.

سرچینه زیاتوي: «دغه بم د OFAB 100/120 ډوله الوتکې بم و چې ټول وزن یې ۱۰۰ کیلوګرامه او د چاودېدونکو توکو اندازه یې شاوخوا ۴۲ کیلوګرامه وه. همداراز د بم فیوز فعال و او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د سیمې د خوندي کولو په موخه له ۳۲۰۰ څخه ډېرې د شګو بورۍ کارول شوې وې. وروسته له دې چې فیوز ترې وایستل شو، بم یوې خوندي سیمې ته انتقال او له منځه یووړل شو.»

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې له خلکو غوښتي چې د هر ډول شکمنو توکو د لیدو پر مهال دې له اړوند ادارو سره په تماس کې شي.

ورته موضوع