کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۵): ملګري ملتونه د جون ۲۶مې، «له نشهيي توکو د ناوړه ګټې اخیستنې او د هغو له ناقانونه قاچاق سره د مبارزې نړیوالې ورځې» په مناسبت وايي چې په تېرو لسیزو کې په نړۍ کې د نشهيي توکو کارول او ډولونه ډېر شوي او قاچاقي ډلې د نوې ټکنالوژۍ په کارولو د نشهيي توکو کاروونکو ته د دغو توکو رسولو نوې لارې لټوي.
ملګرو ملتونو د دې ورځې په مناسبت پر خپله رسمي پاڼه لیکلي چې د دغه سازمان عمومي اسمبلۍ د ۱۹۸۷ کال د ډسمبر په اوومه، د ۴۲/۱۱۲ پرېکړهلیک له لارې، د جون ۲۶مه «له نشهيي توکو د ناوړه ګټې اخیستنې او د هغو له ناقانونه قاچاق سره د مبارزې نړیوالې ورځې» په توګه نومولې ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، دا نړیواله ورځ د دې لپاره نمانځل کېږي چې د ناقانونه نشهيي توکو له امله ټولنو ته د پېښېدونکې سترې ستونزې په اړه عامه پوهاوی لوړ شي.
سږ کال دغه ورځ تر دې سرلیک لاندې نمانځل کېږي: «د نشهيي توکو نړیواله ستونزه: دوامدارې ستونزې، نوې ننګونې او نوښتګر ځوابونه .»
ملګرو ملتونو لیکلي چې په نړۍ کې د نشهيي توکو کارول او په ناقانونه بازارونو کې د دغو توکو ډولونه په تېرو لسیزو کې ډېر شوي دي.
سرچینې زیاته کړې: «د افیوني نشهيي توکو په ناقانونه نړیوالو بازارونو کې د هیرویینو نږدې سلکلن واک، د دغو توکو په ناقانونه عرضه کې د پرلهپسې بدلونونو له امله له ننګونو سره مخ شوی دی. په ورته وخت کې، د کوکایینو تولید، نیول او کارول لا هم د زیاتېدو په حال کې دي او د مصنوعي نشهيي توکو د تولید ټیټ لګښت او د پېژندلو کم خطر، په ناقانونه بازارونو کې د دغو توکو له پراخېدو سره مرسته کړې ده.»
ملګرو ملتونو دغه راز ویلي چې د نشهيي توکو د قاچاق ډلې هڅه کوي له ټکنالوژیکو نوښتونو ګټه واخلي، څو نوي مخاطبان په نښه کړي، نشهيي توکي لا ډېرو کاروونکو ته ورسوي او خپل میلیارد ډالري کاروبارونه پیاوړي کړي.
سرچینه زیاتوي چې د نشهيي توکو ناقانونه بازارونه تل له نویو شرایطو سره ځان عیاروي او سازمانیافته جرمونه هم په دوامدار ډول هڅه کوي چې د حکومتولۍ او مقرراتو له تشو ناوړه ګټه واخلي.
یاد سازمان وايي، د سږ کال کمپاین ښيي چې نړیواله ټولنه، سیمهییز او ملي حکومتونه، مدني ټولنه او خلک څنګه په ګډه کار کوي، څو د ناقانونه نشهيي توکو تقاضا او عرضه کمه کړي او د هغو له امله رامنځته کېدونکي ګواښونه د نوښتګرو ځوابونو له لارې راکم کړي.