ژبه

یو اېن او ډي سي: د افغانستان د روږديتوب د مخنیوي او درملنې ملاتړ کوو

ویدا قلندري

۵ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۲:۱۳

Views: ۲۰

کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر (UNODC) د مخدره توکو پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دغه اداره د افغانستان له خلکو سره د مخدره توکو د دوامدارو ستونزو، نويو ګواښونو او د نوښتګرو حل لارو د موندلو په برخه کې ولاړه ده.

دغه اداره نن د جون په ۲۶مه په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې یې پروګرامونه د روږديتوب د مخنیوي، درملنې، پاملرنې او د روږدو کسانو د رغېدو د ملاتړ پر چارو متمرکز دي.
د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر زیاته کړې چې له دغو اقداماتو سره هم‌مهاله د هغو ټولنو د دوامدارو معیشتونو له رامنځته کولو ملاتړ کوي چې د کوکنارو له کښت څخه د لرې کېدو له امله له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ملګرو ملتونو څو ځله د مخدره توکو پر ضد د مبارزې د پروګرامونو، د روږدو کسانو د درملنې او د افغان کروندګرو لپاره د بدیلو معیشتي فرصتونو د برابرولو پر دوامدار ملاتړ ټینګار کړی دی.