ژبه

لبنان او اسراییل د امریکا په منځګړیتوب له خبرو وروسته د یوې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړ

Ken Cedeno/Reuters

سهراب سروری

۶ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۴۵

Views: ۱۰

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، لبنان او اسراییل د امریکا په منځګړیتوب له څو ورځنیو خبرو وروسته د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوې هوکړې چوکاټ لاسلیک کړی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه هوکړه پرون (جمعه) په واشنګټن کې لاسلیک شوه او امریکايي چارواکو دا یوې پایدارې سولې ته د رسېدو پر لور «لومړی ګام» بللی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هوکړې د لاسلیک پر مهال ویلي: «لا هم ډېر کار پاتې دی؛ نن لومړی ګام دی او لومړی ګام کله ناکله تر ټولو سخت وي.»

د راپور له مخې، نوموړي څرګنده کړې چې دغه هوکړه له حزب‌الله د «وسلو ټولولو» او له لبنانه د اسراییلي ځواکونو د وتلو لپاره چوکاټ برابروي.

روبیو زیاته کړې: «همدارنګه د لبنان لپاره د درې‌اړخیزې پوځي همغږۍ یوه ډله جوړوي، څو دواړو لورو ته د دغه چوکاټ د عملي کولو زمینه برابره شي.»

بلخوا، د لبنان لومړي وزیر نواف سلام هم په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د دې هوکړې موخه له ټولو لبناني سیمو د اسراییلي ځواکونو وتل دي.

د هغه په خبره، دغه هوکړه په اصل کې د پخوانیو هوکړو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیکونو دوام دی چې له مخې یې د لبنان پوځ باید د هېواد پر ټولو برخو واک ولري.

خو د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، په دې ۱۴ ماده‌ییزه هوکړه کې لبنان او اسراییل د «په سوله کې د ژوند کولو» پر خپل حق ټینګار کړی او د دوو خپلواکو ګاونډیو هېوادونو په توګه یې په امنیت کې د ګډ ژوند لپاره خپله متقابله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

دواړو لورو همدارنګه ژمنه کړې چې په نړۍوالو سیاسي او حقوقي بنسټونو کې به د یو بل پر ضد د دښمنانه اقداماتو مخه نیسي او د بندیانو د خوشي کولو او د پاتې مړو د جسدونو د بېرته سپارلو لپاره به هڅې کوي.

د یادونې ده، حزب‌الله د دې هوکړې له لورو څخه نه دی او تر اوسه یې د دې هوکړې په اړه هم څه نه دي ویلي.