کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په ایران کې پر څو هدفونو د تازه بریدونو خبر ورکړی او د ایران پوځ هم ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر توغندیو او ډرونونو ویشتلې دي.
سنټکام پر خپله اېکسپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د روانې اونۍ د درېیم پړاو بریدونو پر مهال یې په ایران کې شاوخوا ۱۴۰ پوځي موخې په نښه کړې دي.
سرچینې زیاته کړې، دغه بریدونه د ځمکنيو او سمندري جنګي الوتکو، بېپیلوټه الوتکو او د سمندري ځواکونو له بېړیو ترسره شوي او د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د مهماتو زېرمتونونه، مخابراتي شبکې او د ساحلي څارنې مرکزونه یې په نښه کړي دي.
سنټکام زیاته کړې چې د روانې اونۍ په درېیو شپو کې یې د امریکا د ولسمشر په امر له ۳۰۰ ډېر هدفونه ویشتلي، څو په هرمز تنګي کې پر ملکي بېړیو او سوداګریزو کښتیو د بریدونو لپاره د ایران وړتیا کمه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې اوبو له لارې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ دوام لري او امریکایي ځواکونو د مې میاشتې له پیله تر اوسه د هرمز تنګي له لارې د څه باندې ۸۰۰ سوداګریزو کښتیو او ۴۰۰ میلیون بېرلو خامو تېلو د لېږد په خوندي تېرېدو کې مرسته کړې ده.
بلخوا، تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایران په سوېل کې د امریکا د پرلهپسې بریدونو په غبرګون کې یې د ډرونونو په وسیله «په کویټ کې د امریکا د پاتریوت یو دفاعي سیسټم، د مهماتو یو زېرمتون او یو راداري مرکز» په نښه کړي دي.
د ایران پوځ همداراز ویلي چې د بېپیلوټه الوتکو د بریدونو په بل پړاو کې یې په بحرین کې د امریکا یو مخابراتي سیسټم او راداري مرکز هم په نښه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د سیمې د ناامنۍ او دغسې اقداماتو پایلې به د امریکایي ـ صهیونیستي دښمن پر غاړه وي او که دغه بریدونه تکرار شي، لا سخت ځواب به ورکړل شي.»
د ایران سپاه پاسداران هم په جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ځواک هوافضايي ځواکونو د عمان په دُقم بندر کې د امریکایي الوتکهلېږدوونکو بېړیو د لوژستیکي ملاتړ مرکزونه او د سونتوکو رسولو تأسیسات په یوه درانه او ناڅاپي برید کې له منځه وړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سپاه پاسداران سمندري ځواک تازه اعلان کړی چې هرمز تنګی به تر بلې خبرتیا او د امریکا د لاسوهنو تر پای پورې تړلی وي او هيڅ بېړۍ ته به د دې اوبو له لارې د تېرېدو اجازه ورنه کړل شي.
د سپاه خبرپاڼه کې خبرداری هم ورکړل شوی چې که امریکا یا یې متحدین له دغه وضعیته د نوو پوځي اقداماتو لپاره استفاده وکړي، له «سخت ځواب» سره به مخ شي او په سیمه کې به نورې پوځي اډې هم په نښه شي.