کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): د بدخشان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیحالله امیري نن سهار د فیضاباد ـ بهارک پر لاره د وسلهوالو موټرسایکلسپرو په برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وایي، دغه پېښه نن سهار هغه مهال شوې چې امیري د دندې پر لور روان و او د بهارک ـ فیضاباد پر لاره پرې دوو موټرسایکلسپرو برید کړی دی.
هغه زیاتوي چې یو بریدګر د امیري د ساتونکو له خوا وژل شوی او د دویم بریدګر د موندلو لپاره هڅې روانې دي.