ژبه

میدان‌وردګو کې د والیبال سیالۍ د ارشاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

وحدالله جمعه‌زاده

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۳

Views: ۵

میدان‌ښار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): په میدان‌وردګو کې د دغه ولایت د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ‎د ارشاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د میدان‌وردګو د المپیک، بدني روزنې او ورزش امر ذبیح‌الله وهاج پژواک ته وویل، یادې سیالۍ د دغه ولایت د ۵۰ لوبډلو په ګډون په سیداباد ولسوالۍ کې جوړې شوې وې او دوه اونۍ یې دوام وکړ.

هغه زیاته کړه، د سیالیو په پایلوبه کې ارشاد لوبډلې د دوو پرله‌پسې سېټونو د دوه پر صفر ‎ په ګټلو سره ملنګ‌یار کلب ته ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

وهاج زیاته کړه، دغه سیالۍ د والیبال ورزش د ودې، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او هغوی ته د سالمې سیالۍ د زمینې برابرولو په موخه ترسره شوې.

د ارشاد لوبډلې یوه لوبغاړي عبدالرحمن وویل: «د دې اتلولۍ لپاره مو ډېر تمرینونه کړي وو، خوښ یو چې زموږ هڅو پایله ورکړه او اتلولي مو ترلاسه کړه. هیله لرو چې دا ډول سیالۍ دوام ومومي، څو ځوانان لا ډېر ورزش ته وهڅېږي.»

همدارنګه، د ملنګ‌یار کلب لوبغاړي حبیب‌الله وویل، که څه هم د پایلوبې په ګټلو بریالي نه شول، خو په دغو سیالیو کې ګډون یې ګټور وباله.

هغه وویل: «موږ ښه تجربه ترلاسه کړه او هڅه به وکړو چې په راتلونکو سیالیو کې لا ښه چمتووالی ولرو.»

نوموړي زیاته کړه، د ورته سیالیو ترسره کېدل نه یوازې د ورزشکارانو د وړتیاوو په لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د ځوانانو ترمنځ د همغږۍ او سالمې سیالۍ فرهنګ هم پیاوړی کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په میدان‌وردګو کې د اتو ولایتونو د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال د څلورم پړاو سیالۍ هم د تېرې یکشنبې په ورځ پیل شوې دي چې یوه اونۍ به دوام وکړي.