ژبه

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور رئیس د وسله‌والو برید کې ژوند له لاسه ورکړی

احمد صهیب حسرت

۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۴۵

Views: ۱۲

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۵): د بدخشان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس ذبیح‌الله امیري نن سهار د فیض‌اباد ـ بهارک پر لاره د وسله‌والو موټرسایکل‌سپرو په برید کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وایي، دغه پېښه نن سهار هغه مهال شوې چې امیري د دندې پر لور روان و او د بهارک ـ فیض‌اباد پر لاره پرې دوو موټرسایکل‌سپرو برید کړی دی.

هغه زیاتوي چې یو بریدګر د امیري د ساتونکو له خوا وژل شوی او د دویم بریدګر د موندلو لپاره هڅې روانې دي.