کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۵): عایشه قریشي له ماشومتوبه په معلولیت کې ژوند کوي، خو د کورنۍ ملاتړ یې او د هغې خپلې هڅې د دې لامل شوي چې جسمي محدودیت یې د زدهکړو او پرمختګ مخه ونه نیسي؛ هغه اوس د سره صلیب نړۍواله کمېټه کې کار کوي او هیله لري معلولینو ته ډېر خدمتونه وړاندې کړي.
پژواک خبري اژانس په دغه راپور کې عایشه قریشي، هغه نجلۍ چې له معلولیت سره یې مبارزه کړې او اوس د نورو معلولینو لپاره یوه ښه بېلګه ده، معرفي کوي.
له یوې ننګونې سره د ژوند پیل
عایشه چې ۲۸ کاله مخکې د کابل ښار په پنجصد فامیلیو سیمه کې په یوه روڼاندې کورنۍ کې زېږېدلې، وايي چې کورنۍ یې د هغې له زېږېدو سره سم د هغې د جسمي حالت په اړه پوه وه؛ ځکه د ملا د مهرو برخه کې یې یوه دانه وه چې په څرګنده لیدل کېده. له ډاکټرانو سره تر سلا مشورو وروسته، نوموړې د ۵۲ ورځو په عمر جراحي شوه.
د عایشې په خبره، ډاکټرانو یې کورنۍ ته ویلي وو چې د عملیاتو ترسره کول کولای شي په راتلونکي کې د لا ډېرو ستونزو رامنځته کېدو مخه ونیسي او کورنۍ یې هم له لومړیو ورځو د هغې د درملنې لپاره هڅې پیل کړې وې.
د عایشې مور فریدې وویل، د خپلې لور له زېږېدو په لومړۍ ورځ پوه شوه چې د هغې د ملا د مهرو برخه کې یوه دانه ده؛ له ځان سره یې فکر کاوه چې ښايي عادي وي، خو کله چې ډاکټر ته ورغلل، څرګنده شوه چې دا عادي دانه نه ده. ډاکټر وویل چې باید جراحي شي او ښايي د عملیاتو له ترسره کېدو سره سره هم په راتلونکي کې عایشې ته ستونزې پیدا شي او پښې یې حرکت ونه کړي.
فریده زیاتوي، د دغسې حالت منل ورته اسانه نه و؛ نوموړې د لور د زېږېدو له خوښۍ او د هغې د جسمي حالت په اړه له اندېښنې سره په لومړیو ورځو کې بېلابېل احساسات لرل، خو اړ شول چې د لور د روغتیا لپاره یې جراحي کړي.
په کډوالۍ کې ماشومتوب
عایشه هغه مهال چې لا شپږ میاشتنۍ وه، په ۱۳۷۶ لمریز کال کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډواله شوه او په ۱۳۸۳ کال کې، هغه مهال چې شپږنیم کلنه وه، بېرته افغانستان ته راستنه شوه.
عایشه وايي، افغانستان ته له راستنېدو وروسته یې کورنۍ هغه د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته بوتله، تر دې چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې سره یې اړیکه ونیوه او په دغه بنسټ کې یې نوم ثبت شو او د هغې د درملنې لپاره هڅې پیل شوې.
پر پښو د درېدو هڅه
د عایشې په خبره، په دې کمېټه کې یې له لومړۍ ورځې د پښو لپاره قالب جوړ شو او د تګ او پر خپلو پښو د درېدو هڅه یې پیل کړه.
عایشې وویل: «هماغه لومړۍ ورځ چې ما د ګرځېدو هڅه کوله، یوې پایوازې زما له مور سره خبرې کولې؛ مور ته یې ویل چې لور دې، نام د خدای، فکر یې ښه دی؛ له دغه مرکز سره خبرې وکړه چې درس ووایي او له تعلیمي برخې سره یې اړیکه ونیسه.»
د عایشې په خبره، مور یې د یادې مېرمنې په خبرو خوشحاله شوه، له ځنډ پرته یې له ډاکټرانو سره خبرې وکړې او د خپلې لور لپاره یې د زدهکړې زمینې برابرولو غوښتنه وکړه. په دې توګه عایشه له تعلیمي برخې سره اشنا شوه او د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په مرسته یې زدهکړې پیل کړې.
هغه وايي، په مینه او لېوالتیا یې زدهکړې وکړې؛ هغه مهال یې تر شپږم ټولګي پورې په کور کې درس وایه او ازموینې یې هم په کور کې اخیستل کېدې، خو له شپږم ټولګي وروسته د پوهنې په نظام کې د ثبت او د اساس نمبر اخیستو لپاره اړه وه چې ښوونځي ته مراجعه وکړي.
عایشې خپلو زدهکړو ته په کور کې دوام ورکړ، خو ازموینې یې په بېلابېلو ښوونځیو، لکه د بيبي ساره، سنګي او عمومي زدهکړو په ښوونځیو کې ورکړې دي.
د لوړو زدهکړو لپاره هڅې
عایشه وايي، د ژوند له څو محدودو حسرتونو څخه یې یو دا دی چې له ښوونځي تر فراغت وروسته یې سمدستي د کانکور ازموینې لپاره اقدام ونه کړ. نوموړې په ښوونیزو چاپېریالونو کې د معلولیتلرونکو کسانو لپاره د مناسبو اسانتیاوو نشتوالی د خپلو زدهکړو د دوام د ځنډ له لاملونو بولي.
عایشه وايي: «هر اکاډمیک ځای ته چې ما غوښتل لاړه شم، لیدل مې چې هیڅ لاره ورته چمتو نه وه؛ یعنې د ویلچر لپاره یې لاره نه لرله. هيڅ فکر نه و شوی چې زموږ په ټولنه کې معلول کسان هم شته.»
خو عایشې د دغو ستونزو پر وړاندې تسلیم نه شوه او خپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ. هغې لومړی هڅه وکړه چې انګلیسي ژبه او کمپیوټر زده کړي او د کورس فیس یې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ورکاوه.
خو د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زدهکړه د هغې د هڅو پای نه و؛ عایشې هوډ درلود چې خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي او تل یې هڅه کوله چې له یوه ځایه پیل وکړي.
هغې زیاته کړه: «یوه ورځ په تصادفي ډول په فېسبوکپاڼه کې د معلولیتلرونکو کسانو لپاره د پوهنتون د تخفیف په اړه له یوې خبرتیا سره مخ شوم، ډېره خوشحاله شوم او ډېرې پلټنې مې وکړې، څو داسې پوهنتون پیدا کړم چې زموږ کور ته نږدې وي. د مشعل پوهنتون د کانکور په ازموینه کې مې ګډون وکړ او د اقتصاد څانګې ته بریالۍ شوم.»
عایشې یوه سمسټر د اقتصاد څانګه کې زدهکړې وکړې، خو برخلیک داسې و چې د اسلامي امارت له لوري د لوړو زدهکړو مرکزونو کې د نجونو زدهکړې تر دویم امر پورې ودرول شوې.
کار؛ د خپلواکۍ او ځانبسیاینې پر لور ګام
د لوړو زدهکړو مرکزونو کې د نجونو د زدهکړو له درېدو وروسته، عایشې له ځان سره فکر وکړ چې باید د کار په لټه کې شي. په همدې وخت کې یې د سره صلیب په نړۍواله کمېټه کې د کارموندنې اعلان ولید او د یاد بست لپاره یې غوښتنلیک ورکړ، خو بریالۍ نه شوه.
عایشه وايي، په یاد بست کې نه بریالیتوب ناهیلي نه کړه؛ بلکې خپلو هڅو ته یې دوام ورکړ او کله چې په دې کمېټه کې د کار بل اعلان خپور شو، بیا یې غوښتنلیک ورکړ او بریالۍ شوه.
عایشه چې اوس په دغه بنسټ کې د ناروغانو د ثبت برخه کې کار کوي، وايي چې کار خپلې ستونزې لري؛ خو له کار سره مینه او له نورو سره د خدمت احساس هغه انګېزه ده چې د ستړیا او ستونزو سربېره یې فعالیت ته دوام ورکوي؛ ځکه مالي خپلواکي او د عاید ترلاسه کول، که څه هم لږ وي، ورته ډېر ارزښت لري.
هغې زیاته کړه: «کېدای شي ځیني وخت ځینو چلندونو او کارونو زه خپه کړې یم؛ خو وروسته مې خپله ځان ته روحیه ورکړې او مخکې تللې یم او هيڅکله ناهیلي شوې نه یم.»
عایشه چې هیله لري له معلولینو سره په بېلابېلو برخو کې لا ډېر کار وکړي، زیاته کړه: «که زه وکولای شم چې د معلولینو لپاره کار وکړم، دا به زما لپاره ډېر لوی ویاړ وي او ورسره که له هر بل کس سره هم مرسته وکړای شم، دا به ډېره ښه خبره وي.»
کورنۍ؛ تر ټولو لوی ملاتړ
عایشه خپل اوسني ځای ته د رسېدو برخه کې د کورنۍ رول ډېر مهم بولي. هغه وايي، مور یې تر ټولو لویه ملاتړې وه او پلار، ورور او خویندو یې هم تل ملاتړ کړی دی.
نوموړې وايي، کله به چې ښوونځي یا کورس ته د تلو لپاره ترانسپورټ ته اړتیا وه، پلار یا ورور به یې ورسره ملګري کېدل.
د عایشې مور
د عایشې مور فریدې وویل، د اولادونو پالنه د مور دنده ده؛ خو عایشه لا ډېرې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لرله، له همدې امله یې د خپل وخت او توان ډېره برخه دې لور ته ځانګړې کوله.
هغې زیاته کړه: «یوه ورځ د عایشې ډاکټر راته وویل: مورجانې، ته باید قوي واوسې، څو عایشه هم تا ته په کتو قوي واوسي. ما هم له ځان سره فکر وکړ چې رښتیا وايي؛ که زه خپل ځان له لاسه ورکړم، ښايي عایشه هم خپل ځان له لاسه ورکړي، زه باید قوي واوسم، څو عایشه هم ما ته په کتو قوي واوسي. ما د هغې د درس ویلو لپاره ډېرې هڅې وکړې.»
هغه وايي، ځینو دوستانو او خپلوانو به ترې پوښتل چې ولې د عایشې د زدهکړو لپاره دومره هڅې کوي؛ خو د هغې باور دا و چې لور یې د نورو ماشومانو په څېر د زدهکړو او ودې حق لري.
د فریدې په خبره، لور یې له ماشومتوبه له زدهکړو، کتاب او نقاشۍ سره ډېره مینه لرله او هیڅکله یې اجازه ورنه کړه چې معلولیت یې د ودې خنډ شي.
نوموړې له هغو نورو میندو چې معلول ماشومان لري، غوښتنه کوي چې هیڅکله دې د خپلو اولادونو د زدهکړو او تعلیم مخه نه نیسي.
د عایشې یو همکار
محمد داود شریفي، په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بیارغونې مرکز د فیزیوتراپۍ برخې سوپروایزر، عایشه «ښه، وړ او پر خپل کار مسلطه نجلۍ» بولي او وايي، هغه خپله معلولیت لري او له معلولیت لرونکو کسانو سره کار کوي.
شریفي له کورنیو غواړي چې د معلولیتلرونکو اولادونو د زدهکړو او پرمختګ مخه ونه نیسي.
د هغه په خبره، په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې پروګرام اوس مهال په کابل، مزارشریف، هرات، جلالاباد، کاپیسا او فیضاباد کې اووه مرکزونه لري چې شاوخوا ۸۵۸ کارکوونکي پکې پر دندو بوخت دي او نږدې ۸۷ سلنه یې معلولیتلرونکي کسان دي.
هغه زیاتوي چې د دغو کارکوونکو له ډلې یو شمېر یې پخوا خپله د دغو مرکزونو مراجعین وو، خو اوس معلولیت لرونکو کسانو ته خدمات وړاندې کوي.
شریفي وايي، سره صلیب نړۍوالې کمېټې په ۱۹۸۸ کال کې په افغانستان کې د بیارغونې د مرکزونو فعالیت له یوه مرکز څخه په کابل کې پیل کړ او اوس دغه پروګرام اوو مرکزونو ته پراخ شوی دی.
هغه د دغه پروګرام د پراختیا لامل د افغانستان د خلکو اړتیاوې او د څلورو لسیزو جګړو له امله رامنځته شوي معلولیتونه بولي او وايي، هڅه کېږي چې د بیارغونې خدمات پراخ او د لا ډېرو معلولیت لرونکو کسانو لپاره د کار زمینه برابره شي.