ژبه

مجاهد د شپږو وزارتونو او دوو ادارو کلني فعالیتونه وړاندې کړل

Khwaja Nasir Sideqi

۱۴ وږی ۱۴۰۵ - ۱۳:۳۶

Views: ۱

کابل (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۵): د ا.ا ویاند نن د شهیدانو او معلولینو، کار او ټولنیزو چارو، کډوالو او راستنېدونکو چارو، اقتصاد، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارتونو، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د کړنو راپورونه وړاندې کړل.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» پروګرام پر مهال د یادو وزارتونو او ادارو فعالیتونه په جلا توګه تشریح کړل.

د شهیدانو او معلولینو وزارت

مجاهد وویل، په ټول هېواد کې ۶۸۰ زره او ۵۸۳ یتیمان، کونډې او معلولین ثبت شوي چې له دې ډلې ۴۰۳ زره او ۳۰۲ یتیمان، ۱۰۱ زره او ۶۵۲ کونډې او ۱۷۵ زره او ۶۲۹ معلولین دي.

د هغه په وینا، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د حکومت له لوري د بانکي سیستم له لارې شاوخوا ۶۵۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته ۱۲ میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې وېشل شوې دي.

ده زیاته کړه، د خیریه بنسټونو او مؤسسو له لارې هم د ۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي مرستې نږدې ۱۰۰ زره مستحقو کورنیو ته وېشل شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند وویل، د یتیمانو، کونډو او معلولینو د دوامدار ملاتړ لپاره د ۱۴۰۵ لمریز مالي کال لازمه بودجه هم د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري ځانګړې شوې ده.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت

د اسلامي امارت ویاند وویل، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ټولټال ۱۰ زره او ۹۳۰ یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان د دغه وزارت او همکارو مؤسسو تر ملاتړ لاندې راغلي چې له دې ډلې ۵ زره او ۵۴۸ ماشومان په امارتي روزنتونونو کې تر ساتنې او پالنې لاندې دي.

د هغه په خبره، له خطر سره د مخ ۱۳ زره او ۷۷۴ ماشومانو قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.

ده زیاته کړه، په همدې کال کې ۷ زره او ۲۶۰ هغه ماشومان چې له بېلابېلو ګواښونو سره مخ وو، د انسان قاچاق قربانیان وو، له پولې راستانه شوي وو او یا هم د مرکز او ولایتونو په اصلاحي مرکزونو کې تر ساتنې لاندې وو، بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای او په ټولنه کې مدغم شوي دي.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې یو زر او ۵۹۹ سوالګر ماشومان هم ثبت او تر ملاتړ لاندې نیول شوي دي.

هغه وویل، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د حرفوي او مسلکي زده‌کړو، ماشومانو د ساتنې، روزنتونونو او ټولنیزو تأمیناتو په برخو کې له همکارو مؤسسو سره د همکارۍ ۶۰ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

دغه راز دی وایي چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ۱۴ زره او ۳۱۱ ماشومانو ته په وړکتونونو کې د روزنې او پالنې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

مجاهد وویل، د ۴۲ همکارو مؤسسو په همغږۍ د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې له ۳۵۱ زرو زیاتو بې‌سرپرستو او بې‌وزلو کورنیو ته خوراکي توکي، له ۲۳۷ زرو زیاتو اړمنو کسانو ته نغدي مرستې او نږدې ۵۲ زره اړمنو کورنیو ته غیرخوراکي توکي وېشل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت

د اسلامي امارت ویاند وویل، په تېر یوه کال کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ټولټال ۴۱۹ زره او ۷۵ کورنۍ، چې شمېر یې یو میلیون او ۹۹۷ زره او ۴۷۱ تنه کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له دې ډلې ۲۱۷ زره او ۹۲۴ کورنۍ له پاکستان، ۲۰۰ زره او ۹۲۱ کورنۍ له ایران او ۲۳۰ کورنۍ له ترکیې څخه هېواد ته راغلې دي.

ده وویل، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د خپلو کاري کمېټو له لارې د راستنېدونکو د بهیر د اغېزناک مدیریت او هغوی ته د اړینو لومړنیو او اساسي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لازم اقدامات کړي دي.

د اقتصاد وزارت

مجاهد وویل، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې له ایران او پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو د ملاتړ لپاره له کورنیو او بهرنیو بنسټونو څخه له ۲۱ میلیونه او ۹۹۵ زره امریکايي ډالرو او له ۴۸ میلیونه افغانیو څخه زیاتې مرستې راټولې شوې دي.

د ده په وینا، د کونړ، سمنګان، بلخ او ننګرهار ولایتونو د طبیعي پېښو د زیانمنو لپاره له ۲۳ میلیونه او ۲۹۷ زره امریکايي ډالرو او له ۹۳ میلیونه او ۲۲۷ زره افغانیو څخه زیاتې مرستې هم راټولې شوې دي.

هغه زیاته کړه، په همدې کال کې د کورنیو بې‌ځایه شویو د ملاتړ لپاره له ۹۸ زره امریکايي ډالرو څخه زیاتې مرستې راټولې شوې دي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت

مجاهد وویل، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د ژمي په موسم کې د راستنېدونکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۵۰ زره راستنېدونکو کورنیو ته نغدي مرستې او غنم وېشل شوي دي.

د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت

د اسلامي امارت ویاند وویل، د ټولنیزو خدمتونو او زیانمنو قشرونو د ملاتړ په برخه کې د دغه وزارت محتسبینو په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۱۲ زره او ۵۱۰ رواني ناروغان له ټولنې راټول او د درملنې او پالنې لپاره یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندلي دي.

د هغه په وینا، دغه اقدام د یادو ناروغانو د روغتیايي وضعیت د ښه کېدو ترڅنګ د ټولنیزې روغتیا او امنیت په ټینګښت کې هم اغېزناک رول لوبولی دی.

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

مجاهد وویل، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د طبیعي پېښو له امله له ۶۷۲ زره زیاتو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې وېشل شوې دي.

هغه زیاته کړه، ۳۹۸ زره او ۴۵۴ زیانمنو کورنیو ته د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري ټولټال یو میلیارد او ۹۹۰ میلیونه او ۵۸۲ زره او ۹۴۸ افغانۍ نغدي مرستې ورکړل شوې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، د طبیعي پېښو د زیانمنو د بیا مېشتېدو لپاره ټولټال ۴ زره او ۳۵۳ کورونه جوړ یا ترمیم او بیارغول شوي چې له دې ډلې ۲ زره او ۱۳۸ کورونه نوي جوړ او ۲ زره او ۲۱۵ نور ترمیم او بیارغول شوي دي.

مجاهد وویل، د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو او د استوګنیزو سیمو، کرنیزو ځمکو، لارو او عامه تاسیساتو د ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو او همکارو مؤسسو په همکارۍ ۲۷۸ محافظتي او وقایوي پروژې پلې شوې دي.

د هغه په خبره، د دغو پروژو د پلي کېدو په پایله کې ۸۴ زره او ۹۳۳ کسانو ته مستقیم او غیرمستقیم کاري فرصتونه برابر شوي دي.

دی وایي، په همدې کال کې له ۱۰۸ مربع کیلومترو زیاته په ماینونو ککړه سیمه پاکه شوې او ۲ میلیونه او ۳۵۷ زره او ۵۹۳ کسانو ته د ماینونو او ناچاوده مهماتو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

مجاهد زیاته کړه، د پېښو د مدیریت او ماین پاکۍ په برخه کې د ۸۰ میلیونه او ۴۶۷ زره او ۸۹۸ امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۳۳ هوکړه‌لیکونه له همکارو مؤسسو سره لاسلیک شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې په عمري، انځرګي، میلک او اسلام‌کلا کمپونو کې د راستنېدونکو د لنډمهالي استوګنې لپاره ټولټال ۶۳۰ معیاري او مجهزې خېمې درولې دي چې په دغو خېمو کې ۱۰۸ زره راستنېدونکي په موقتي ډول ځای پر ځای شوي دي.

مجاهد وویل، دې ادارې د امارتي ادارو، همکارو مؤسسو او نړیوالو دفترونو په همغږۍ له ۴۰ زره او ۸۶۵ راستنېدونکو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېړنۍ بشري مرستې وېشلې دي چې نغدي، خوراکي او غیرخوراکي توکي په‌کې شامل دي.

ده وویل، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ډبرو د لویو غونډیو د راښویېدو له امله د احتمالي خطرونو د پېژندنې او کمولو لپاره په کابل ښار او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ګواښوونکو ډبرو د لویو غونډیو تخنیکي سروې پیل کړې ده.

دی وایي، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د دې ادارې تخنیکي ټیمونو په کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ډبرو ۵۹۸ لویې غونډۍ سروې کړې چې له دې ډلې ۱۰۱ هغه غونډۍ چې د خلکو ژوند او شتمنیو ته یې جدي ګواښ پېښاوه، په معیاري او خوندي ډول تخریب شوې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د اسلامي امارت ویاند وویل، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۳۸۲ زره او ۵۶۱ زیانمنو کسانو ته خوراکي، غیرخوراکي او نغدي مرستې وېشل شوې دي.

د مجاهد د معلوماتو له مخې، نږدې ۹۰ زره کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې او شاوخوا ۷۰ زره کورنیو ته یو میلیارد او ۲۳۵ میلیونه او ۴۸۹ افغانۍ نغدي مرستې ورکړل شوې دي.

ده زیاته کړه، ۲۲۳ زره او ۶۳۱ راستنېدونکو کورنیو ته پاخه خواړه او د څښاک اوبه وېشل شوې دي. په وړاندې شوي راپور کې د دغو مرستو په تړاو له یو میلیون او ۵۴۱ زرو څخه د زیات رقم یادونه هم شوې، خو د دغه رقم واحد نه دی مشخص شوی.

مجاهد وویل، په همدې موده کې ۱۷۹ زره او ۸۰۹ راستنېدونکي له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.

هغه وویل، په یاد کال کې ۳۸ زره او ۹۰۱ بې‌ځایه شویو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې ورکړل شوې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، له دې ډلې له ۱۸ زرو زیاتو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرستې ترلاسه کړې او ۲۰ زره او ۵۵۶ کورنیو ته ۳۲۴ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ نغدي مرستې ورکړل شوې دي.

مجاهد وویل، په همدې کال کې په بلخ، سمنګان او کونړ ولایتونو کې له ۱۸۰ زرو زیاتو زلزله‌ځپلو کورنیو ته نغدي او غیرنغدي مرستې رسول شوې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، له دې ډلې له ۱۴ زرو زیاتو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې، ۱۲ زره او ۷۹۸ کورنیو ته ۱۶۲ میلیونه او ۷۵۹ زره افغانۍ نغدي مرستې، له ۱۵۳ زرو زیاتو کورنیو ته چمتو خواړه او ۷۴ زره او ۸۳۸ کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.

مجاهد زیاته کړه، په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د افغاني سرې میاشتې د روزنتونونو له لارې ۸۱ زره او ۳۴۹ کسانو ته اړین خدمتونه وړاندې شوي دي.

د هغه په خبره، ۳۲ زره او ۵۵۷ سوالګرو او ۶ زره او ۷۸۹ بې‌سرپرستو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.

مجاهد وویل، په همدې موده کې ۲۰۴ ماشومان چې د زړه سوري ناروغي یې لرله، د درملنې لپاره کورنیو او بهرنیو روغتونونو ته ورپېژندل شوي، ۵ زره او ۶۲۷ کسانو ته رواني مشورې او درملنه وړاندې شوې او ۷۵ سخت سوځېدلي ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته استول شوي دي.

هغه زیاته کړه، د ۲۱۷ ماشومانو درملنه بشپړه شوې او ۸۷ نور ماشومان په کورنیو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.