کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): د سوریې دفاع وزارت وایي، د دغه هېواد د ادلب په شمال کې د وسلو او له جګړې د پاتې شونو د موقتي ساتنې په یوه ځای کې د چاودنې له امله ۱۴ کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د سوریې رسمي خبري اژانس «سانا» تېره شپه د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی چې دغه چاودنه د ادلب په شمال کې د سرمدا ښار ته نږدې شوې ده.
د راپور له مخې، په دې چاودنه کې د سوریې د دفاع وزارت ۱۴ کارکوونکي مړه شوي او له لسو ډېر نور کسان، چې ملکي وګړي هم په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د سوریې دفاع وزارت ویلي چې د چاودنې د لامل او څرنګوالي د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي.
دغه وزارت په خپله خبرپاڼه کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.