ژبه

مودي: بریکس د هېچا پر ضد نه دی

Reuters

خواجه نصیراحمد صدیقی

۲۱ وږی ۱۴۰۵ - ۱۶:۲۹

Views: ۳

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۱۴۰۵): د هند لومړي وزیر په نوي ډیلي کې د بریکس د مشرانو د نننۍ غونډې د خبرو په پیل کې ویلي چې دغه ډله «د هېچا پر ضد نه ده» او ټینګار یې کړی چې «نړیوال جنوب» باید د نړیوال نظام د قواعدو په جوړولو کې رول ولري.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې د بریکس د مشرانو د شنبې ورځې خبرې د نریندرا مودي په وینا پیل شوې.

د راپور له مخې، هغه هڅه وکړه هغه اندېښنې کمې کړي چې ګواکې بریکس د لوېدیځ په مشرۍ ائتلافونو د مقابلې لپاره جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړې چې بریکس کولی شي مخ پر ودې اقتصادونو او پرمختیايي هېوادونو ته په نړیوالو چارو کې د لا ډېر رول زمینه برابره کړي.

مودي ویلي: «بریکس د هېچا پر ضد نه دی.»

د هند د لومړي وزیر په وینا،  بریکس داسې پړاو ته رسېدلی چې «نړیوال جنوب» باید په نړیوال نظام کې یوازې د قواعدو پیرو نه وي، بلکې د قواعدو په جوړولو کې هم رول ولري.

«نړیوال جنوب» هغه اصطلاح ده چې عموماً په اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې د پرمختیايي هېوادونو لپاره کارول کېږي.

د هند لومړي وزیر همداراز ویلي: «اوس د دې وخت دی چې په بریکس کې خپل یووالی او اجماع په عملي پایلو بدله کړو.»

د اسوشیټېډ پرېس د څرګندونو له مخې، نوي ډیلي کې یاده غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې د اوکراین جګړه، په منځني ختیځ کې شخړې او د امریکا او چین ترمنځ د ترینګلتیا زیاتوالی د بریکس د غړو د ګډو دریځونو موندلو وړتیا په داسې شرایطو کې ازمويي چې د هغوی جیوپولیتیکي ګټې یو له بل سره توپیر لري.