کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشر د کندهار ولایت د بېلابیلو نظامي او ملکي ادارو مسوولینو ته په خطاب کې ویلي چې په ځانونو کې د قدرت او منصب حرص پیدا نه کړي؛ ځکه هغه حکومتونه چي د قدرت او مال حرص پکې پيدا شوی، پایښت یې نه دی پیدا کړی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د ا.ا مشر د کندهار ولایت د بېلابیلو نظامي او ملکي ادارو د مسئولینو په سیمینار کې ګډون او وینا وکړه.
هغه مسوولینو ته په خطاب کې ویلي: «وروڼو شپه او ورځ خپلو مسوولیتونو ته متوجه شئ، ستاسو یوه ذره غفلت د دښمن د کامیابۍ او ستاسو د ناکامۍ لامل ګرځي، دښمن کوښښ کوي چي تاسو ناکام کړي، نو پام کوئ چي غفلت ونکړئ، غفلت عذر نه دی، که ستاسو په ساحه کي ناامني راغله په دنیا او آخرت کي تاسو مسوول یاست، تاسو د خپلو سیمو چوکیداران یاست، شپه او ورځ تر خپل مسوولیت لاندې سیمو کي ګرځئ، پر تاسو مې اعتماد کړی او مسوولیت مي درسپارلی، نو کوښښ وکړئ خپلو مسوولیتونو ته ښه متوجه شئ. تاسو مکلف یاست خواري به کاږئ، نن ورځ چي په ټول افغانستان کي الحمدالله امنیت دی؛ نو ټول افغانان پر دې امنیت خوشحاله دي.»
هغه ویلي، خدای ج چې چا ته د خیر اراده وکړي، نو د هغه لپاره داسي شخص پیدا کړي چي له غفلت څخه یې راوګرځوي، مسوولیت ته یې متوجه کړي.
د اسلامي امارت مشر ویلي: «بناءً نن مجلس کې چې ټول راجمع شوي یاست، تاسو ته الله جلجلاله د خیر اراده کړې ده چې علماء کرام او مشران مو د داسې مجالسو په ذریعه خپلو مسوولیتونو ته متوجه کوي، دا پر تاسو د مسوولینو رحم او شفقت دی. دا چې تاسو د ډېرو خلکو نمایندهګي کوئ، د دغه اصلاحي مجلس مهمي خبرې او سپارښتني تر مجاهدینو او خلکو پورې ورسوئ.»
هغه دغهراز ویلي: «تاسو قوم، ژبي، قرابت او انډیوالۍ ته مه ګورئ، چا چې اهلیت درلود، هغه په مسوولیتونو کي راولئ، که مو قوم، ژبې، قرابت او انډیوالۍ ته اعتبار ورکړ، دا له نظام او خلکو سره جفاء ده. ټول مجاهدین ستاسو د اولادونو په شان دي، په خپلو مجاهدینو کي معنویت پيدا کړئ، دیني پوهاوی ورکړئ او د عبث کارونو پر ځای یې درسونو او مطالعې ته تشویق کړئ، مجرمینو ته د محکمې د حکم بغیر تعزیر مه ورکوئ.»
د اسلامي امارت مشر دغهراز مسوولینو ته ویلي چې د قدرت او منصب حرص په ځانونو کي پیدا نه کړي، هغه حکومتونه چي د قدرت او مال حرص پکې پيدا شوی، پایښت یې نه دی پیدا کړی.
ده دغهراز ویلي «کبر او لويي مه کوئ، نن ورځ تاسو ته الله جلجلاله مسوولیتونه او اسباب درکړي دي، پام به کوئ کبر او لويي درڅخه ونسي، فرمانونه په ولسوالیو کي خلکو ته ښه تشریح او بیان کړئ، خلک پرې پوه کړئ.»
هغه دغهراز له مسوولینو غوښتي چې د اطاعت اصل ته پوره پام وکړي، له یو بل سره په کارونو کي همغږي او همکاري وکړي، عاجزي او تقواء وکړي، له بیتالمال سره خیانت او اسراف ونه کړي.
حسرت
حسرت