کندهار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): د کندهار والي د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک له مشر او د خوړ او کرنې سازمان له مسوول سره به لیدنه کې ویلي چې دغه بانک دې په افغانستان کي مهمي او اساسي پروژې پلې کړي.
د کندهار ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت والي ملا محمدشیرین اخند د افغانستان لپاره د نړۍوال بانک ګروپ له مشر فاریس هداد زیروس او د خوړ او کرنې سازمان له مسوول ریچارډ ترنچارډ سره ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي، فاریس هداد زیروس په پيل کې د هېواد په کچه د نړۍوال بانک او دغهراز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان د مرستو او فعالیتونو اړوند معلومات شریک کړل او ویې ویل چې نړۍوال بانک د اسلامي امارت په راتګ سره خپلو چارو ته دوام ورکړی.
هغه زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان ټولې مالي چاري هم د نړۍوال بانک له لوري تمویلیږي او دغه اداره د روغتیا، بشري مرستو، پوهني، پاکو اوبو او کرنې برخو کي فعالیتونه کوي.
د نوموړي په خبره؛ د سیمهييزو مسوولینو سره یې په ګډه هڅي پيل کړې دي، څو د خصوصي سکټور د پیاوړتیا او خلګو ته د کاري زمیني برابرولو برخو کي ځانګړې پروژې تطبیق کړي.
ورپسې د کندهار والي هم ویلي، نړۍوال بانک دې مهمي او اساسي پروژې تطبیق کړي.
هغه ویلي چې د میرویس حوزوي روغتون دوامداره ملاتړ، د سړو خونو جوړول، د چیکډیمونو جوړول، وچو او تازه مېوو ته بازارموندنه، د نشهيي توکو بدیل کښت هغه مهمې برخې ته چې باید پروژې په کې پلې شي.
د ده په خبره، افغانان له کلونو سختیو راوتلي خلګ دي چي باید ورته اساسي او معیاري خدمات وړاندې شي.