کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د افغانستان او اوزبېکستان چارواکو د طوطيمیدان ګازي بلاک د وضعیت، د قرارداد د عملي کېدو پر وړاندې د شته ستونزو او د دغو ستونزو د حل لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا خبرې کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د پټرولیم اړوند چارو د ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ تخنیکي پلاوي په تاشکند کې د اوزبېکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره په دې اړه ناسته کړې ده.
سرچینه زیاتوي چې په دې ناسته کې د طوطيمیدان ګازي بلاک د وضعیت او د قرارداد عملي کېدو پر وړاندې د شته تخنیکي او مالي ستونزو په اړه بحث او د دغو ستونزو د حل لپاره د دواړو لورو پر ګډو هڅو ټینګار وشو.
د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ویلي، هغه مهال چې د اوزبېکستان پلاوي د طوطيمیدان ګازي بلاک د ستونزو د حل لپاره افغانستان ته سفر کړی و، د ستونزو د ګډې ارزونې او د حل لپاره یې د عملي اقداماتو په موخه ۱۲۰ ورځې وخت ټاکل شوی و.
د وزارت پلاوي ډاډ ورکړی، هره هغه موضوع چې د افغانستان په اسلامي امارت پورې اړه ولري، د ستونزو د حل او د پروژې د پرمختګ لپاره به لازمې همکارۍ وکړي او اسانتیاوې به برابرې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اوزبېکستاني لوري هم ډاډ ورکړی چې د طوطيمیدان ګازي بلاک د مالي او تخنیکي ستونزو د حل لپاره به لازم اقدامات وکړي.
د اوزبېکستان د کانونو او صنایعو وزیر ویلي چې د طوطيمیدان ګازي بلاک قرارداد د یوه خصوصي شرکت او د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ترمنځ لاسلیک شوی، خو اوزبېکستان ځان د دې پروژې په اړه د دولت په کچه مسوول ګڼي.
هغه زیاته کړې چې هېواد یې چمتو دی د پروژې د څارنې، تمویل او د شته ستونزو د حل برخو کې له افغانستان سره ګډ کار وکړي.
سرچینه زیاتوي چې د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي هم د هر ډول لازمې همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو پر بنسټ د اقتصادي او بنسټیزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کوي.
د راپورونو له مخې، د طوطيمیدان ګازي ساحه د جوزجان ولایت په مربوطاتو کې ده او یوه برخه یې تر فاریاب ولایت پورې هم غځېدلې ده.