ژبه

د فوټبال نړۍوال فسټیوال؛ د افغانستان له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې سیرالیون ته ماته ورکړه

Khwaja Nasir Sideqi

۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶:۱۳

۰ کتنې

کابل (پژواک) – د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د فیفا د فوټبال نړۍوال فسټیوال سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د سیرالیون لوبډلې ته ماته ورکړه.

د افغانستان او سیرالیون ترمنځ لوبه نن ماسپښین په اذربایجان کې ترسره شوه.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي چې افغان لوبډلې په دې سیالۍ کې د سیرالیون لوبډلې ته دوه پر یو ماته ورکړه.

په دې لوبه کې د افغانستان لپاره رامین سلطاني او خیرمحمد نظري ګولونه ووهل.

د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د روسیې، ترکیې، سیرالیون، جیبوټي او د سوډان له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.