يوه ځايي سرچينه وايي، پنځه ورځې وړاندې د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ دوه اوسېدونکي د پاکستانيو ځواکونو په ډزو کې ټپيان شوي، خو د والي وياند دا څرګندونې تشه اوازه بولي، وايي حقيقت نه لري.
د ماليې وزارت د سیګار وروستی راپور چې په کې ویل شوي چې چې اسلامي امارت له هغو انجوګانو چې بشردوستانه مرستې کوي، د لایسنس فيس، مالياتو او اداري لګښتونو په نوم پيسې ترلاسه کوي، رد کړی دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د قشقرې کان له څلورو څاهګانو څخه تر دې دمه د نږدې ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت نفتي توکي پلورل شوي دي.
د کابل امنيتي مسوولین وايي چې پښتونستان واټ ته څېرمه د ماين په چاودنه کې دوه عام وګړي برسېرن ټپیان شوي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ مشر وايي، د کرکټ اسیایي هېوادونو له افغان کرکټ څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ او هم په اسیایي شورا کې د افغانستان کرکټ بورډ بودجه د پخوا په پرتله لوړه شوه.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، روانه اونۍ به مسکو د افغانستان په اړه د غونډې کوربه وي.
د تخار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې وروستۍ سړې هوا په دغه ولایت کې د شاتو ۷۰ سلنه مُچۍ د مناسب ځای، د تخصص او مسلکیتوب نشتوالي له امله له منځه وړې دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، سرحدي پولیسو سپین بولدک کې دوه کسان د ۴۵ لکه کلدارو ناقانونه لېږد په تړاو چې غوښتل یې افغانستان ته راوړي او په ډالرو یې بدلې کړي، نیولي دي.
د تخار سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د پنج سیند سواحلو ساتني پروژې کار چې څه باندې ۱۹ میلیون افغانۍ لګښت به ولري، پیل شو.
د کندهار ځايي چارواکي وایي، د دغه ولایت په میوند او نېش ولسوالیو کې دوه کسان د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي او د قاتلينو په اړه یې پلټنې روانې دي.
لوګر او اروزګان کې له ۴۷۰۰ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، په پکتيکا کې پر ۵۲ زره اړو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه او په فراه او سرپل کې له ۷۴۴۰ بې وزلو کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د هرات حوزوي روغتون مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د سپیانو داړلو پېښې ډېرې شوې چې یوازې په تېرو یولسو میاشتو کې ۹۳۰ پېښې په دغه روغتون کې ثبت شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP