ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د یوې ټولګټې پروژې چارې پیل شوې

تخار کې د یوې ټولګټې پروژې چارې پیل شوې

author avatar
2 Feb 2023 - 18:01
تخار کې د یوې ټولګټې پروژې چارې پیل شوې
author avatar
2 Feb 2023 - 18:01

تالقان (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د تخار سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د پنج سیند سواحلو ساتني پروژې کار چې څه باندې ۱۹ میلیون افغانۍ لګښت به ولري، پیل شو.

د دې پروژې په بشپړېدو سره به د زرګونه جریب کرنیزو ځمکو د تخریب مخه ونیول شي او ۳۵۰۰ کسانو ته به په کې د کار زمینه هم برابره شي.

د دې پروژې پرانیستې مراسمو کې د تخار والي مولوي ضیاالرحمن مدني وویل چې په تېر حکومت کې د کوکچې پورې غاړي ولسوالیو اوسېدونکو ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې او ستونزې یې لا هم پر ځای پاتې دي.

هغه زیاتوي، اوسنی حکومت اوس په تخار کې د متوازنې پراختیا لپاره کار کوي.

 د هغه په خبره، د یتیم‌تپې کانال ودانیزې پروژې په پرانیستو سره به زرګونه جریب کرنیزه ځمکه او پر دغه مسیر پراته کورونه خوندي شي.

له بلې خوا، د پنج پایین سیندیزې حوزې رییس انجنیرعبدالواحد وایي، د یادې پروژې لګښت څه باندې ۱۹ میلیون افغانۍ کېږي چې د اوبو او برېښنا وزارت له بودجې ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د یادې پروژې په پیلېدو سره به خلکو ته د کاري زمینې برابرېدو ترڅنګ د کرنیزو ځمکو د تخریب مخنیوی هم وشي او یتم‌تپې ته متوجه ګواښ به هم له منځه ولاړ شي.

په ورته وخت کې د سیمې ځيني اوسېدونکو د یادې پروژې له پرانیستې د هرکلي ترڅنګ ویلي چې نورې پروژې دې هم پیل شي.

د سیمې یو اوسېدونکی محمدیونس وایي: «ډېر کلونه کېږي چې په پنج سیند د اوبو ډېرېدو له امله کرنیزې ځمکې او کورونه زیانمن کېدل خو څو کاله مخکې تېر حکومت د کرنیزو ځمکو د تخریب مخنیوي په موخه د اوبو لګولو یو کانال جوړ کړ چې په دې وروستیو کې له جدي خطر سره مخ و، اوس د یادې پروژې د کارونو په پیلېدو سره به د یتیم‌تپې کانال ټینګ شي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د تالقان ښار اړوند په جوی شیخ سیمه کې د ۴۴۱ زره ډالرو په لګښت د یوې پراختیایي پروژې کار پیل شوی و.

د تخار ولایت د مطبوعاتي دفتر له قوله، ټاکل شوې چې په دغه ولایت کې د ټولو ټولګټو پراختیایي پروژو کارونه پیل شي.

Views: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.