د کندهار ولایت مقام وایي چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده د عینو مینې له ۳۵۰ بستریز روغتونه لیدنه وکړه.
د افغانستان سرپرست حکومت د بندیانو شکنجه کولو او له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د یوناما راپور رد کړی او هغه یې عقدهیي چلند او پروپاګند ګڼلی دی.
د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره د څلور سوه میلیون ډالرو مرسته تصویب کړه، چې د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا به لګول کېږي.
اروپايي ټولنې له افغانستان او په ځانګړې توګه افغان مېرمنو او نجونو سره د ۱۴۰ میلیون یورو مرستو خبر ورکړی دی.
. . .
ستره محکمه وایي چې په زابل ولایت کې د يوې ښځې په ګډون نهو کسانو ته د جزا د دیوان په حکم تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د کابل – جلالاباد لویې لارې پرانستو پورې یې د مسافرو تګ راتګ لپاره بله فرعي لار جوړه کړې ده.