له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون وایي، په تېر حکومت کې د کونړ او غزني ولایتونو والي او د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال وحیدالله کلیمزی د دغه کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستون شو.
ټاکل شوې وه چې نن د قوشتېپې جام شل اووریزو سیالیو په لړ کې د بست او سپینغر زون لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شي، خو په کابل کې د ورښت له امله دغه لوبه لغوه شوه.
په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې له یتیمانو سره د مرستې، د اړمنو د لاسنیوي او د معلولانو ستونزو ته د رسېدنې برخو کې طرحې لري.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د کراچۍ ښار په مانسهره لینډي سیمه کې د جاپاني وګړو پر موټر ځانمرګی برید شوی خو هغوی ته د مرګژوبلې اوښتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
د یو شمېر سرچینو معلوماتو له مخې، د کندهار د جهادي مدرسې یو استاد او د اسلامي امارت د کرهکتنې ادارې غړی مولوي محمدعمرجان اخندزاده تېره شپه د بلوچستان په مرکز کوېټې ښار کې د ناپېژانده وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
نن سهار ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړ چې اسراةیل پر ایران برید کړی خو ایراني رسنۍ بیا د برید خبرونه ردوي او زیاتوي چې د دغه هېواد هوایي دفاعي ځواکونو د اصفهان ښار په فضاء کې درې کوچني ډرون ویشتلي دي.
هلمند کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د سېلاب له امله د یوه کور اووه غړي مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان کې د فلسطین بشپړ غړیتوب په موخه د امنیت شورا له لوري د پرېکړهلیک چمتو شوې مسوده د امریکا په مخالفه رایه تصویب نه شوه.
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ایران په اصفحان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي خو بلخوا امریکايي رسنۍ وايي چې اسرائیل پر ایران برید کړی دی.
کونړ کې ځايي مسوولین او خلک وايي چې دغه ولایت ته د سیلانیانو ورتګ ډېر شوی خو هلته د هغوی لپاره هیڅ ډول اسانتیا نشته چې حکومت او سوداګر باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د تاجکستان اوسېدونکو لپاره ترکیې ته د سفر ویزې معافیت د دغه هېواد د ریاست جمهوري فرمان په صادرېدو لغوه شو.
ملګري ملتونه وایي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه ۳،۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې د دغو پیسو یوازې شپږ سلنه ترلاسه کړي دي.