د افغانستان المپیک ملي کمېټه وایي، د ازبکستان په کوربهتوب د هاشي هارا کراټې ترسره کېدونکو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه پنځه کسان د ملي لوبډلې لپاره ټاکل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې هټیو، استوګنځایونو، سوداګریزو مرکزونو، موسساتو او اړوندو بنسټونو ته خبر ورکول کېږي چې په لوحو، لیکدړو او تابلوګانو کې د بهرنیو ژبو اصطلاحاتو له کارولو ډډه وکړي.
د هلمند ولایت په مرکز کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د کېک بکسېنګ شپږ ورځنۍ سیالۍ پيل شوې.
حکومتي مسوولین وايي چې په میدانوردګو او هلمند ولایتونو له نږدې درېیو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې پر یوه کس له خپل موټر څخه ډبره لوېدلې او مړ شوی دی.
ناپېژاندو وسلهوالو د خوست په موسیخېلو ولسوالۍ کې د سعید ارمان په نوم یو ځوان وژلی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې راتلونکو دوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوا له لارې ټرانزیټ پیلېږي.
ستره محکمه وایي، د کابل ښار لومړۍ محکمې د څلورم زون د جزا ديوان په حکم دوه کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د روسیې د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې د هرات – بولدک او افغان ټرانس د ریل پروژو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.
د پوهنې وزارت وایي چې په پنځو ولایتونو کې یې له ۷۶۱۰ کسانو د سویې ازموینه اخیستې او له بریالي کېدو وروسته به په بېلابېلو ټولګیو کې شامل شي.
د سترګو د ناروغیو یو ډاکټر په ماشومانو کې د لید ستونزو مخنیوی له عینکو د استفادې له لارې د درملنې وړ بولي او سپارښتنه کوي چې ماشوم باید د ورځې له دوه ساعته ډېر الکترونیکي وسایل ونه کاروي.
د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله ۳ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.