ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې یو ځوان وژلی

ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې یو ځوان وژلی

author avatar
29 Mar 2024 - 13:02
ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې یو ځوان وژلی
author avatar
29 Mar 2024 - 13:02

خوست‌ښار (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۳): ناپېژاندو وسله‌والو د خوست په موسی‌خېلو ولسوالۍ کې د سعید ارمان په نوم یو ځوان وژلی دی.

د معلوماتو له مخې، دغه پېښه څو ورځې وړاندې د دغه ولايت موسی‌خېلو ولسوالۍ اړوند د ګبر په غاړې کلي کې شوې.

د وژل شوي ځوان نږدې خپلوانو پژواک خبري اژانس ته وويل چې سعيد ارمان یوه مياشت مخکې له سعودي عربستان څخه کور ته په رخصتۍ راغلی و.

د نوموړي د خور زوی نعمت‌الله پژواک اژانس ته وويل، سعيد ارمان د شپې د تراوېح له لمانځه وروسته بې‌درکه شوی و چې جسد يې سهار مهال د هغه خپل کلي ته څېرمه په کروندو کې پيدا شو.

هغه وويل، سعيد ارمان د غلو له خوا د چړو او د تږو په ګوزارونو وژل شوی او له هغه څخه يې شاوخوا درې زره سعودي ريال او دوه ايفون موبايلونه هم وړي دي.

نوموړي د دغه ولايت له امنيتي مسوولينو غوښتنه وکړه چې ياد غله ونيسي او د قانون منګولو ته یې دې وسپاري.

د هغه په وينا، سعيد ارمان او د هغه کورنۍ له چا سره کومه شخصي دښمني نه لري.

د وژل شوي ځوان يو بل خپلوان عثماني غني ولس‌مل هم پژواک اژانس ته وويل چې حکومتي مسوولین دې د یادې پېښې عاملين پيدا کړي او په عام محضر کې دې سزا ورکړي.

د نوموړي په وينا، که امنيتي ځواکونه د يادې پېښې عاملين ونه نيسي، ښايي راتلونکي کې هم دا ډول پېښې رامنځته شي.

ورته مهال، د موسی‌خېلو ولسوالۍ امنيه قوماندان جهاد منګل پژواک اژانس سره خبرو کې د يادې پېښې پخلی وکړ، خو زياته يې کړه چې د دوی څيړنې روانې دي څو د پېښې رامنځته کېدو اصل لامل معلوم کړي.

د يادونې ده چې څه موده وړاندې هم د دغه ولايت د اسماعېل‌خېلو او مندوزيو په ولسوالۍ کې دوه کسان په ورته پېښه کې وژل شوي وو چې امنيتي مسوولينو يې د پلټنو خبر ورکړی و.

Views: 448

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.