فراه کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېټې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې ۳۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه راګرځولې او په تړاو یې څلور کسان هم نیول شوي دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» مشر وایي چې په هېواد کې یې په موقت توګه خپل فعالیتونه ودرول.
د بامیان په یکهولنګ ولسوالۍ کې د څهکم ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو یوې شبکې او یوه ښوونیز مرکز ودانی د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر وایي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې له شته فرصتونو استفاده او په دغه هېواد کې پانګونه وکړي.
له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله درېیمه لوبه له نیپال ترسره کوي.
فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د اندخوی – جوزجان او المار ولسوالۍ پر لارو د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، د ویلچر باسکټبال ملي لوبډله په اسیایي او اوقیانوسیه (AOZ) سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلنډ ته ولاړه.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ لوبډله د درې اړخیزو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له کوربه هېواد سوېلي افریقا سره لوبه کوي.
د بلخ کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي چې له پاکستانه راستنو شوو ۲۵۰ افغان کډوالو ته یې کاري فرصتونه برابر کړي دي.
هلمند ولایت کې د قوشتېپې کانال په نوم پیل شوې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې او د کندهار خپلواک لوبډلې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د زونونو په کچه د غوره کلبونو ترمنځ د کرکټ یو ورځنیو سیالیو اتلولي د سپینغر زون د فقیر وهاب لوبډلې وګټله.