Language

خیبر پښتونخوا کې چاودنې پنځه پولیس وژلي او لس نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنۍ جیونیوز نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د باجوړ تحصیل ماموند سیمه کې د پولیسو په «ټرک» موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

سرچینې د پولیسو له قوله لیکلي، دغه پولیس د پولیو ضد کمپاین ټيم د امنیت لپاره روان وو چې چاودنه پرې شوې ده.

بلخوا بیا ډیوه راډیو پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په کې پنځه پولیس وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې لېندۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه هم د خیبر پښتونخوا په دېره اسماعیل‌خان سیمه کې د یوه موټربم ځانمرګي برید پایله کې ۲۳ امنیتي کسان وژل شوي وو.