د اسلامي امارت له ګډون پرته د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د دوحې دوه ورځنی کنفرانس نن پیلېږي.
سریلانکا د شل اووریزو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د څلورو منډو په توپیر سره ماتې ورکړه .
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سمنګان او بغلان ولایتونو ړ لسګونو پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې .
د قرغېزستان ولسمشر په ډاګه کړې چې ترهګري، د نشه یي توکو قاچاق او کمزوری اقتصاد د افغانستان مهمې ستونزې دي.
د سیمې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لوړ پوړو امنیتي چارواکو د افغانستان د وروستیو حالاتو په اړه د قرغېزستان پلازمینې بشکیک کې ناسته وکړه.
د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سر سخته سیاسي مخالف الکسي ناوالني په زندان کې مړ شوی دی.
د غزني ولایت امنیتي مسوولین وایی، چې ددغه ولایت په مرکز او قره باغ ولسوالۍ کې په دوو جلا جلا ترافيکي پېښو کې د ښځو په ګډون ۷ تنه ټپیا شوي دي
د غزني ولایت امنیتي مسولین وایی، ددغه ولایت اندړو ولسوالۍ کې یو ۱۴ کلن هلک د انسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی.
افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د افغان جګړې د اوږدېدو له وېرې ولسمشر بایډن د دوحې تړون وساته او له هېواده د ولسمشر غني وتل د سیاسي انتقال پر وړاندې خنډ رامنځته کړ.
د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې د مسئولينو، قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ دولس کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
امنیتي مسوولین وایي، چې په کندهار ښار کې یوه ترافیک پولیس د دندې پر مهال د ترافیکي پېښې له امله ژوند له لاسه ورکړی.
د اروپايي ټولنې او منځني اسیا هېوادونو ځانګړو استازو بشکیک د یوې ناستې پر مهال په افغانستان کې د سولې او امنیت په اړه خبرې کړې دي.