د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې دوحې ناسته کې د اسلامي امارت نه ګډون له نړۍ سره د تعامل او اړیکو د خرابوالي په معنا نه ده او هڅه کوي چې په نورو داسې غونډو کې مثبت او با معنی ګډون ولري.
د کابل ښاروالۍ له لوري په دیارلسم ناحیه کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
ځایي امنیتي مسوولین وایي چې په فراه کې سلګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه او په هلمند کې نشه یي توکي نیول شوي دي.
ځایي مسوولین وایي چې د بلخ ولایت امنیتي ځواکونو د دوو ساعتونو په موده کې یو ملي سوداګر د انسان تښتونکو له منګولو ژغورلی دی.
افغانستان لپاره د امریکا سفیرې کرن ډیکر له ملګرو ملتونو او قطر څخه مننه کړې چې د افغانستان په تړاو یې دوحه کې غونډه جوړه کړې وه.
د افغانستان د یو شمېر پخوانیو ملي لوبغاړو په ګډون په کاناډا کې د (افغان کاناډا اتلانو) په نوم د کرکټ لوبډله جوړه شوه.
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې په نورستان ولایت کې د غره د ښویېدنې په پېښه کې ۲۵ کسان مړه شوي دي.
سریلانکا د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته ماتې ورکړه او دغه راز ددرېیو لوبو لړۍ یې هم وګټله.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د افغانستان پر بشري وضعیت او هلته د تلپاتې سولې او امنیت په اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونی ګوټیرش وایي، چې د دوحې کنفرانس ګډونوال افغانستان لپاره د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره موافق وو، خو پر دې موضوع به لا نورې سلا مشورې وشي.
د افغانستان په تړاو د دوحې دویمه ناسته د بندو دروازو تر شا د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ کې پیل شوه، بلخوا کوربه هېواد قطر د ملګرو ملتونو د وړاندیزونو هرکلی کړی دی.
د ایران په کرمان ایالت کې یوه تن د خپل پلار په ګډون د کورنۍ ۱۲ غړي وژلي دي.