ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار ۱۳مه ناحیه کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت درې پروژې بشپړې شوې

د کابل ښار ۱۳مه ناحیه کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت درې پروژې بشپړې شوې

author avatar
21 Feb 2024 - 01:47
د کابل ښار ۱۳مه ناحیه کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت درې پروژې بشپړې شوې
author avatar
21 Feb 2024 - 01:47

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار دیارلسمه ناحیه کې د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د کابل ښاروالۍ له خوا د کب په لومړۍ نېټه خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دیارلسمې ناحیې په ۴۰، ۴۱ او ۴۷  ګذرونو کې د ۸۸۰ مترو په اوږدوالي او څلور مترو په سور کوڅه، په څلوېښتم ګذر کې د ۹۳۷ مترو په اوږدوالي او د ۴ او ۵ مترو په سور کوڅه، او په ۴۸ ګذر کې د کوڅې جوړولو پروژه چې ۷۷۵ متره اوږدوالی او ۴ متره سور لري، جوړې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې پر دې پروژو ۲۵.۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.

په ورته وخت کې ځايي اوسېدونکو د کابل له ښاروالۍ مننه کوي او وايي چې د يادو کوڅو په جوړېدو يې ستونزې هوارې او دوی ته غوره ټولنيزې او ښاري اسانتياوې رامنځته شوې دي.

ښاروالۍ ویلي چې له دې وړاندې هم په دې ناحیه کې د کابل ښاروالۍ له لوري لسګونه دې ته ورته لویې او وړې پروژې پلې شوې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.