د هلمند ولایت شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په هڅو د امه خیریه بنسټ له لوري د مرکز لښکرګاه په ګډون په ناوې، مارجې، نادعلي، ګرشک او نهرسراج ولسوالیو کې له ۵۰۰ مستحقو معلولینو، یتیمانو او کونډو سره مرسته وشوه.
د سرپرست حکومت له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره له عربي متحده اماراتو (دوبۍ) څخه مزارشریف ته د هوايي کارګو له لارې ۱۶ ټنه سوداګریز توکي راورسیدل.
د بهرنیو چارو وزارت د یوناما د مشرې له خولې ویلي چې د نوي ځانګړي استازي په ټاکلو کې باید داسې اقدام ونه شي چې د افغانستان له حکومت سره کار پیچلی کړي.
د ماليې وزارت وایي چې د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د بودجوي واحدونو هغه ۶۶ پراختیايي پروژې تائید شوې چې د مـلي عوايـدو او کاري فرصتونـو د زياتوالي، د ملي اقتصاد د پياوړتيا او مـلي بودجـې پـه ښـه تمويـل كـې مهـم رول لوبوي.
ځایي مسوولین وایي چې پکتیکا ولایت کې دوه سړکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او په نیمروز کې د یوه بل سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د سرپرست حکومت داطلاعاتو او کلتور وزارت د ملګرو ملتونو له یوناما ادارې غوښتي چې تر بشپړو څېړنو وروسته دې خپل راپورونه په پوره شفافیت او بشپړه بې طرفي سره خپاره کړي.
د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ او زیانمن شوي سلګونه کورونه ورغول شول.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدين حقاني وایي، چې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې د افغانستان په تړاو د دوحې ناسته نمايشې وه ، له نړۍ سره له تعامل پرته په هېواد کې ښه کارونه روان دي.
کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د هرت ولایت له زلزله ځپلو سره ۱۵۰ زره امریکایي ډالره مرسته وکړه.
د بلخ ولایت له مزارشريف ښار څخه تر ازبکستانه پورې د ۷۵ کیلو متره په اوږودوالي د اوسپنې پټلۍ د بيارغونې چارې د ۶،۳ میلیونه ډالرو په لګښت پیل شوې.
د کرکټ په شپږو لوبو کې تر ماتې وروسته افغانستان وکولی شو چې له سریلانکا څخه یوه شل اووریزه لوبه وګټي او دا سفر یې په بریا سره پای ته ورساوه.
د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې هېڅ ګوند اکثریت نه دی ترلاسه کړی، له دې امله مسلم لیګ ن او پیپل ګوند د ګډ ایتلافي حکومت جوړولو اعلان وکړ.