ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۷۰۰ زره ډالرو په لګښت په جګړو کې زیانمن شوي سلګونه کورونه ورغول شول

ننګرهار کې د ۷۰۰ زره ډالرو په لګښت په جګړو کې زیانمن شوي سلګونه کورونه ورغول شول

author avatar
22 Feb 2024 - 22:10
ننګرهار کې د ۷۰۰ زره ډالرو په لګښت په جګړو کې زیانمن شوي سلګونه کورونه ورغول شول
author avatar
22 Feb 2024 - 22:10

جلال اباد (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۲): د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د نږدې ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د تېرو جګړو پر مهال ویجاړ او زیانمن شوي سلګونه کورونه ورغول شول.

د ننګرهار ولایت مقام لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار مرستیال والي مولوي سعيد احمد بنوري د پېښو پر وړاندې چمتووالي رياست تر چتر لاندې د AHF مؤسسې په ۶۹۹ زره او ۲۷۰ امريکايي ډالرو مالي لګښت او د ACHRO ادارې په تخنيکي همکارۍ د تېرو جګړو پر مهال ۶۰۰ ړنګ او زيانمن شوي کورونه له جوړېدو او ترميم وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل.

سرچینې زیاته کړې، دغه کورونه چې په شېرزادو، پچير اګام، هسکې مېنې او سپين غر ولسواليو کې شتون لري، ۱۵۰ یې بيا جوړ شوي او ۴۵۰ نور چې تخريب شوي وو؛ رغول شوي دي.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د ۴۵ نويو جوړ شويو او ۱۳۵ ترميم شويو کورونو د ګټې اخيستنې په مراسمو کې د AHF او ACHRO مؤسسو له مسئولينو مننه وکړه، چې ولسي خلکو ته يې دا کورونه جوړ کړل او يو ځل بيا يې استوګنې ته چمتو کړل.

نوموړي زیاته کړه ، دغه کورونه د تېرو جګړو پر مهال د بهرنیو ځواکونو لخواوران شوي وو، چې کورنيو يې د نورو قربانيو ورکړې سربيره اوس په ناسم وضعيت کې ژوند کولو؛ خو خوښي يې وښوده چې يو ځل بيا جوړ او کورنۍ په کې مېشته شوې.

د ولایت مرستيال وويل، چې په دې ولايت کې لا هم زرګونه کورونه ويجاړ او تخريب دي، د يادو مؤسسو او نورو مرستندويه ادارو څخه يې وغوښتل ترڅو په جوړولو او ترميم کې يې همکاري وکړي، څو بې ځایه شوې کورنۍ په کې بېرته ځای پر ځای شي.

هغه زياته کړه يو هېواد لپاره تر ټولو مهم امن او اقتصاد دی، امن راغلی او د اقتصادي پرمختګ په موخه شپه او ورځ مسئولين جدي هڅې کوي، چې ډېر ژر به په ډېرو برخو کې پرمختګونه رامنځته او ستونزې به حل شي.

مولوي بنوري وويل، چې په هېواد کې هر ډول اختلافات له منځه تللي دي، ټول افغانان د بشپړ يووالي او واحدې واکمنۍ لاندې ژوند کوي او ډاډ يې ورکړ چې د هېوادوالو حقونو ته به د عدالت له مخې پاملرنه کيږي.

د ننګرهار هسکې مېنې ولسوال په استازيتوب د يادې ولسوالۍ د امنې قوماندانۍ مرستيال قاري محمد په خپلو خبرو کې له مرستندويه ادارو وغوښتل چې دې ولايت کې پروژې پلې کړي او ډاډ يې ورکړ چې دوی به ور سره د چارو پرمخ وړلو کې لازمه همکاري وکړي.

د ننګرهار ولايت پېښو پر وړاندې چمتووالي رئیس مولوي سيف الله خالد وويل، چې د ننګرهار په شېرزادو، پچير اګام، هسکې مېنې او سپين غر ولسوالۍ کې ۱۵۰ نوي کورونه جوړ او ۴۵۰ تخريب شوي کورونه ترميم شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې په سرحدي او لرو پرتو سيمو کې زيانمنو شويو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي او ډاډ يې وښوده چې ډير ژر به نور کورونه هم جوړ شي.

د ACHRO مؤسسې رئيس انجينر شيرزي وويل، چې د کورونو جوړولو دا ازمايښتي پروژه وه، چې اوسمهال ۴۳۵۰ کسانو ته د سرپناه زمينه برابره شوه، نوموړي ډاډ وښوده چې په ۲۰۲۴ کال کې به ګڼ شمېر نور کورونه هم ورغوي.

قومي مشر عبدالحق له مسئولینو مننه وکړه چې په دې ولسوالۍ کې يې تخريب شوي کورونه بيا ورغول، همدا راز يې د نورو ړنګ شويو کورونو د جوړولو، پاکو اوبو، کانالو، ويالو، سربندونو، پلونو، سړکونو او نورو برخو کې د پروژو پلې کولو غوښتنې وکړې.

ورپسې مولوي فضل الحق وويل، چې د سرومال، حياء او ناموس امن يواځې په شرعي نظام کې دی همدا راز يې له مسئولينو مننه وکړه چې دې ولسوالۍ ته د ابادۍ د زيري سره راغلي او غوښتنه يې وکړه چې خپل ولس ته لا ښه پاملرنه وکړي.

د يادو کورونو د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار کډوالو چارو رئیس حاجي بازمحمد عبدالرحمن، د هسکې مېنې ولسوال مولوي لعل حاتم قرار يو شمېر مسئولينو، قومي مخورو، علماء کرامو او نورو قشرونو حضور درلود.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.