د ملګروملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د تړلو دروازو شاته جوړه شوې غونډه کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغان ښځو او نجونو د تعلیم، مهارت، وړتیا، کاروبار او دا ډول نورو برخو لپاره د دریېو نویو پروګرامونو د پيل کولو خبر ورکړ.
د پاکستان د جمعیت علماء اسلامی (س) ډلې مشر مولانا حامد الحق د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې وویل چې د کابل او اسلام آباد تر منځ پر اقتصادي همکاريو سربېره سیاسي اړیکې هم پراخې شي.
د ریاستالوزراء د سیاسي معینیت دفتر وایي چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د برنامو رییسې له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، له هغو کورنیو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي چې سړي یې په جنګونو کې وژل شوي وي.
دبلوچستان په چمن ښار کې د سوداګرو ټولنې اعلان کړی چې په پاکستان کې د نوي حکومت رامنځته کېدو سره یې پنځه میاشتنی پرلت پای ته رسولی چې ورسره د چمن او سپین بولدک سوداګري بېرته پیل شوه.
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواکونو یو سرتېری یې د غزې جګړې پر خلاف په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت مخکې ځان ته اور اچولی او مړ شوی دی.
مسوولین وایي چې په خوست ولایت کې دافغانستان، پاکستان او ایران د قاریانو ترمنځ د حسن قرائت نړۍواله مسابقه ترسره شوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې د خوست امنیه قوماندانۍ ځایي رسنیو ته سپارښتنه کړې چې نجونو ته د ټېلېفوني اړیکو زمینه نه برابروي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیرزیلینسکي ویلي چې له روسیې سره په روانه جګړه کې یې تر اوسه ۳۱ زره سرتېري وژل شوي دي.
د هلمند ځایي مسولین وایي چې په لښکرګاه ښار کې نامعلومو وسله والو کسانو یو ۸۷ کلن سپین ږیری له خپلې مېرمنې سره وژلي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د افغان ابدالیانو (الف لوبډله) د یو لړ سیالیو په موخه سریلانکا ته سفر کوي.
د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.