د فراه سوداګرو له ځایي مسوولینو سره د خپلو ستونزو شریکولو ترڅنګ په دغه ولایت کې د درېیو پروژو د پیلولو ژمنه وکړه.
د ایرلینډ پر وړاندې د کرکټ ټیسټ لوبه؛ افغانستان نن په ۱۳۴ منډو دویمه پاڼۍ بیا پیلوي
اسراییلي ځواکونو غزه کې پر هغو فلسطینیانو چې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو هوايي برید کړی چې په پایله کې یې ۱۱۲ کسانو ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د کندهار امنیتي مسوولین وایي، د مزمل په نوم یو درې کلن ماشوم چې شاوخوا ۲۸ ورځې مخکې نادرکه شوی و، مړی یې نن د ښار پنځلمسې حوزې اړوند سیمه کې موندل شوی دی.
د رئیسالوزراء په لارښوونه د سختو ورښتونو او درنو واورو له امله د څارویو د تلف مخنيوي لپاره ځانګړي تصامیم ونیول شول.
کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز او ناسم بندیزونه دې له قید او شرط پرته لرې کړي.
د دوحې تړون لاسلیکېدو له څلور کاله پوره کېدو سره سم، امریکا او د افغانستان اسلامي امارت یو بل د دغه تړون له ځینو برخو پر سرغړونو تورنوي، خو بلخوا، ا.ا بیا دا تړون خپله ستره بریا او لاستهراوړنه بولي.
د غزني امنیتي مسوولین وایې، د دغه ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې یوې ځوانې ښځې ځانوژنه کړې ده.
د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر حسن کاظمي قمي وايي چې دوی له افغانستان سره په ګډه پوله د دېوال پر جوړولو باندې غور کوي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو سره په جلا جلا توګه د ۱۴۴۵هـ ق کال د حاجیانو د لېږد تړون لاسلیک شو.
د اسلامي امارت ویاند د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی ، چې هغه د افغان نجونو او ښځو په اړه کړې وې.
د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د پيل شوې یواځینۍ ټېسټ سیالۍ په لومړۍ ورځ افغان لوبډله په ۱۵۰ منډو وسوځیدله .