د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمدیعقوب مجاهد د قطر له مرستیال امیر سره د لیدنې ترڅنګ هلته په نړۍوال دفاعي نندارتون کې هم ګډون وکړ.
د راپورونو له مخې، د مصر یوې محکمې د اخوان المسلمین د مشر محمد بدیع په ګډون د دې ډلې اته مهم کسان پر اعدام محکوم کړل.
د میدان وردګو ځایي مسوولین وایي، د وروستۍ واورې او سخت توپان له امله په حاجي ګک کوتل کې د کابل – بامیان تړل شوې لویه لار بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې د یو لړ دقیقو عملیاتو په ترڅ کې یو ماشوم له تښتوونک وژغورل شو او دوه تښتوونکي و وژل شول.
د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف ددویم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر وټکل شو، هغه د پیپلز ګوند سره ایتلافي حکومت جوړ کړی دی.
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونو د ځوانانو د تشویق او سالم رقابت په موخه د مرحبا رمضان تر نامه لاندې د څلورو ولایتونو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
د بشري حقونو فعالې او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ کمېشنرې بنفشه یعقوبي د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ‘۲۰۲۴ زړورې ښځې’ جایزه وګټله.
جینوا کال نړۍوالې موسسې ویلي چې په افغانستان کې له یو شمېر پوځي او ملکي ادارو سره له نږدې همکاري کوي او پلان لري، چې له اړونده بنسټونو سره خپلې مرستې لاپراخې کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ډاکټرانو او د کلینکونو مسوولینو ته ویلي چې، شفري نسخو لیکونکو سره جدي او قانوني چلند کېږي.
خوست کې د يوه کور د کوټې چت لوېدو له امله دوه مېرمنې مړې شوي او درې ماشومان ټپيان شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، د يوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر وکړ.
ایرلینډ افغانستان ته د کرکټ په یوازینۍ ټسټ لوبه کې ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره په ټسټ لوبه کې بریاترلاسه کړه.