[restrict paid="true"]

میدانښار (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د میدانوردګو ځایي مسوولین وایي، د وروستۍ واورې او سخت توپان له امله په حاجيګک کوتل کې د کابل - بامیان تړل شوې لویه لار بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د میدانوردګو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دغه ریاست د بهسود لومړۍ حصې ولسوالۍ له مسوولینو سره په همغږۍ د کابل - بامیان لویه لار چې د درنو واورو له امله په حاجيګک کوتل کې تړل شوې وه، نن مازدیګر بېرته پرانیستله.

سرچینې لیکلي، پر دې لار د لومړۍ بهسود ولسوالۍ اړوند حاجيګک کوتل سیمه کې ۲۵ ایسار پاتې مسافروړونکو موټړو هم د بامیان پر لور حرکت کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې یوازې په یوه ځای کې د واورې ښویېدو له امله باروړونکي موټر پر دې لار تګ راتګ نهشي کولای.

په میدانوردګو کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي ریاست زیاته کړې چې د سختې واورې له امله د دغه ولایت د بهسود لومړۍ حصې، مرکزي بهسود او دایمیرداد ولسوالیو کی د ځینو هزاره مېشتو سیمو کلیوالي لارې لا هم د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړلي دي.

د یادونې ده، وروستیو ورښتونو د هېواد په ځینو ولایتونو کې لسګونه استوګنیز کورونه په قسمي او بشپړ ډول ویجاړ کړي او زرګونه څاروي یې له منځه وړي دي.

[/restrict]